عدلیې وزارت: پر ګوندونو محدودیت لپاره دې زموږ صلاحیتونه زیات شی

- ۰۶ ثور ۱۳۹۶

د افغانستان عدلیې وزیر وایی، د سیاسی ګوندونو په قانون کې ځینې نیمګړتیاوې د دوی صلاحیتونه محدود کړی دی.
د افغانستان مشرانو جرګې له خوا د ځینو سیاسی ګوندونو پر فعالیتونو له انتقادونو وروسته د دغه هېواد د عدلیې وزیر وایی چې پر دغو ګوندونو د محدودیت لګولو لپاره باید د دوی صلاحیتونه زیات شی.
MANDEGARعبدالبصیر “انور” چې د سې شنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته وینا کوله وویل چې دوی د سیاسی ګوندونو زیاتېدو ته خوښ نه دی، خو په وینا یې چې قانون ورته ځینې محدودیتونه وضع کړی دی.
نوموړی زیاته کړه: “زه د سیاسی ګوندونو زیاتوالی ته چندان خوشبینه نه یم، خو په خواشینۍ سره چې قانون موږ ته همدا محدودیتونه وضع کړی دی چې یو سیاسی حزب باید په همدې ډول ثبت او راجسټر شی او که زه وغواړم د هغه په وړاندې محدویت ایجاد کړم باید عدلیې وزارت ته صلاحیت ورکړل شی او قانون وسپارل شی ترڅو د دغو ګوندونو مخه ونیسو، زما شخصی اراده دا ده چې موږ باید څو افغانستان شمول سیاسی ګوندونه ولرو چې د عمل پلان ولری څو وکولای شی افغانستان مثبت لوری ته رهبری کړی.​“
ښاغلی انور دا خبرې د ساتورانو د انتقادونو په ځواب کې وکړې.
په جعلی اسنادو د ځنیو سیاسی ګوندونو راجسټر کېدل، په ولایتونو کې د دوی د فعالیتونو نه شتون، د مالی منابعو نه روښانتیا، ملی ګټو ته نه ژمنتیا او ځینې نورې ستونزې هغه مسایل و چې اکثرو سناتورانو پرې انتقادونه وکړل.
سناتور محمدحنیف حنیفی بیا وویل چې یو شمېر سیاسی ګوندونه په ولایتونو کې پوځی ډلې لری او له قانون نه سرغړونه کوی.
نوموړی زیاته کړه: “یو شمېر سیاسی ګوندونه نظامی ډلې لری چې نظام یې له چېلنج سره مخ کړی، احزاب باید قومی نه وی دا له قانون سره په ټکر کې دی، دغه احزاب له قانون نه سرغړونه کوی نو وزیر صاحب محترم دې برخه کې ستاسې جدی پاملرنه غواړم.​“
خو د عدلی وزیر وویل که دوی د سیاسی ګوندونو د پوځی تشکیلاتو په اړه اسناد ترلاسه کړی په اړه به یې پرېکړه وشی.
د افغانستان عدلی وزارت وایی، له دوی سره ۷۵ سیاسی ګوندونه ثبت دی چې له دې دلې یې ۱۱ د معیارونو د نه پوره کولو له وجې د ګوندونو له لېسټه حذف شوی دی.
خو د حقوقی چارو کارپوه کبیر رنجبر وایی چې د سیاسی ګوندونو په قانون کې ستونزې نشته بلکې هغه ارګانونه چې د قانون د پلی کولو لپاره ګمارل شوی په خپلو کارونو کې پاتې راغلی دی.
نوموړی همدارنګه وویل، اکثریت ګوندونه په جعلی ډول خپل اسناد عدلی وزارت ته سپاری او دغه وزارت په دې برخه کې هېڅ ډول کنټرول نه لری نو ځکه د ګوندونو شمېر ورځ تربلې زیاتېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.