په کابل ښار کې ټرانسپورتی ناورین جدی ونیسﺉ

- ۱۸ قوس ۱۳۹۱

کابل د نړیوالې ټولنې له میلیارونو ډالرو مرستو سره سره لاهم له یو معیاری، منظم او پرمختللی ټرانسپورټی او ټرافیکی سیستم نه بې برخې دی.
په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه او په تم ځایونو کې د خلکو د ساعتونو انتظار هغه ستونزه ده، چې په تېرو لسو کلونو کې نه یوازې دا چې حل نه شوه بلکې ورځ تر بلې لا ډېرېږی.
د کابل د ګڼې ګوڼې او په څلور لارو کې د موټریزو کاروانونو بندېدل څو اړخونه لری.
لومړی دا چې کابل تر اوسه هم د بدیل لارو له نشتون، د واټونو له تنګښت او منظم ټرانسپورتی سیستم له نشتون سره لاس و ګرېوان دی. منظم ټرافیکی قانون نه دی پلی شوی او ښاریان هم د ټرافیکی اصولو مراعت ته غاړه نږدی.
همدارنګه په ښار کې د موټرو ډېرښت بله هغه ستونزه ده چې په کابل کې د لارې بندېدو او د ستونزو د را  پیدا کېدو لامل شوې ده.
د ځینو رپوټونو له مخې کابل ښار د کابو ۴۰ زره نقیله وسایطو لپاره جوړ شوی، چې دمګړۍ په کې څه باندې ۵۰۰ سوه زره نقیله وسایط ګرځی.
شننونکی وایی، سره له دې چې په ښار کې ټرافیکو خپل پرسونل تر یوې کچې ډېر کړی خو لا هم په بشپړ ډول د دوی پرسونل او ښاری واټونه د دغومره شمېر موټرو د سمبالولو ظرفیت نه لری.
له بلې خوا بیا یوشمېر خلک له دې امله نیوکې کوی، چې په ښار کې ملی بسونه شتون نه لری او د دې وسایطو نشتون ستونزې را پیدا کړی دی.
هغوی وایی، که چېرې ښاری بسونه په ښار کې وای؛ نو په یوه وخت به یې ډېره سوارلی پورته کوله، چې له یوې خوا ورته اقتصادی تمامېده او له بلې خوا یې په تم ځایونو کې له ډېر انظاره خلاصول.
له نن نه کابو شپږ اوه کاله وړاندې جاپان، هند، ایران او پاکستان له افغانستان سره د سلګونو ملی بسونو مرسته وکړه، خو دمګړۍ په کابل ښار کې له څو ګوته په شمار هغو پرته نور څه نه لیدل کېږی.
د ملی بس د تصدۍ چارواکیو څه وخت وړاندې ویلی ول، چې سلګونه ملی بسونه اوس مهال له ګرځېدو پاتې دی او لامل یې هم د مرسته کوونکیو هېوادونو له لوری د پرزو نه ورکول په ګوته کړی ول.
د دې تصدۍ چارواکیو ویلی، چې دمګړۍ کابو ۱۸۵ عرادې ملی بسونه سپرلۍ وړلو ته چمتو دی؛ خو په وینایې چې د ډرېورانو د معاشونو کمښت لامل شوی، چې د ملی بسونو چلولو ته څوک حاضر نه شی.
د دې تر څنګ که څه هم چې اوس په کابل کې یوشمېر شخصی کمپنیو هم ښاری بسونه په ښار کې په کار اچولی، خو ډېری ښاریان له دې امله سر ټکوی، چې دغه بسونه هم د سهار او مازدیګر له خوا مامورین وړی او دا چې په همدې وخت کې په ښار کې ګڼه ګوڼه ډېرېږی، او یاد بسونه د مامورینو په وړلو اخته وی، دوی ته یې کومه ګټه نه ده کړې.
هغوی له حکومته غواړی، چې په ښار کې دې د ټرانسپورټی او ټرافیکی ستونزو لپاره په جدی ډول یوه حل لاره وګوری څو ښاریان له دې ستونزې خلاص شی.
په کابل ښار کې ډېره ګڼه ګوڼه هغه مهال پیدا کېږی، چې دندو ته، د مامورینو د تګ او یا مازدیګر مهال یې له دندې د کور ته تګ وخت شی.
شننونکی وایی، تر هغې چې کابل ښار له ټرانسپورټی او ټرافیکی پلوه په یوه عصری سیستم سمبال نه شی، یو پراخ عصری سیستم په کې پلی نه شی او په دې برخه کې په شته قوانینو له سره غور ونه شی؛ نو دغه ستونزې به شتون ولری.
که څه هم چې په وار وار د ټرانسپورټ وزارت په کابل ښار کې د شته ټرافیکی او ټرانسپورټی ستونزو د لرې کولو په اړه ژمنې کړی او د ښاری بسونو د ډېرېدا یې ویلی؛ خو د یوولسو کلونو په تېرېدو سره هم دغه ستونزه ورځ په ور ځ پراخېږی.
کارپوهان له دې امله په حکومت نیوکه کوی، چې د نړیوالو له پرېمانه مرستو سره سره یې په کابل ښار کې د ټرافیکی او ټرانسپورتی سیستم د رغونې او عصری کونې لپاره ګام نه دی اخیستی.
په کار وه، چې حکومت له یوې خوا په ښار کې ښاری بسونه ډېر کړی وای، د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره یې بدیل واټونه، چې هوایی پلونه او ځمکتلی ( زېرزمینی ) هم په کې شامل دی، جوړ کړی وای، واټونو ته یې پراختیا ورکړې وای، د نړۍ له نورو ښارونو نه په تقلید یې عصری سیستمونه رغولی او جوړ کړی وای.
همدارنګه حکومت باید کم تر کمه په کابل ښار کې مېټریک او د برېښنایی بسونو سیستمونه فعال کړی وای، چې له یوې خوا به د حکومت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی وای، په ښار کې به ګڼه ګوڼه له منځه تللې وای، د خلکو ستونزې به ختمې شوې وای او له بلې خوا به خلکو ته هم اقتصادی تمامه شوې وای.
اوس هم حکومت ته په کار دی، چې په دې برخه کې له جدیت کار واخلی، په ښارونو او په ځانګړی ډول په کابل ښار کې د ټرافیکی او ټرانسپورتی ستونزې جدی ونیسی او د حل لپاره یې جدی کار وکړی.
دا چې کابل ته ورځ په ورځ له بهره افغان کډوال او له ولایاتو کورنۍ را کډه کېږی په کار ده چې حکومت په کلنی ډول هم د دغو کډوالو چې په کابل  ښار کې به لا ګڼې ګوڼې جوړې کړی، تدابیر په پام کې ونیسی. کنه له دې پرته به په کابل ښار کې ستونزې نورې هم ډېرېږی او ورو ورو به په یوه ستر ناورین بدلېږی، چې مخنیوی به یې بیا د حکومت له وسه هم وتلې خبره وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.