ارګ: د کندهار پر امنیه قوماندان لګېدلې تورونه څېړل کېږی

- ۲۴ ثور ۱۳۹۶

د افغانستان ولسمشر د کندهار پر امنیه قوماندان د لګول شویو تورونو د څېړنې امر کړى دى.
افغانستان حکومت وایی، د کندهار پر امنیه قوماندان د شکنجې لګېدلی تورونه او له قانون څخه د نورو دولتی چارواکو د سرغړونو قضیې به د روانې اوونۍ تر پایه څېړل کېږی.
MANDEGARد ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله آزاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو یوې کمېټې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تورن کړ چې په شکنجو کې لاس لری.
خو ښاغلی آزاد وویل، ولسمشر امر کړى چې دغسې تورونه که پر هر دولتی مقام لګېدلی وی، وڅېړل شی.
نوموړی زیاته کړه: “هغه شکایتونه چې د نظام د چارواکو په اړه کېږی یا دغه راپور چې تاسو یې یادونه وکړه، ولسمشر یې د خاصې څېړنې هدایت وکړ، راتلونکې پنجشنبه بله غونډه لرو چې د دې راپور په اړه به څېړنه وشی، ولسمشر او اجرائیه رئیس لوړ پوړو چارواکو ته چې په هغو کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو دغه راز نور جنرالان شامل وو دغه امر ورکړ، نه یوازې دا قضیه بلکې هر هغه مورد چې له قانونه بهر یو ډول زورواکی کېږی په جدی ډول څېړل کېږی، دغه کسان عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی کېږی.”
د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې رئیس ینس مودوېګ «Jens Modvig» د جمعې په ورځ په سویس کې د دې ادارې په مقر کې پر هغو ادعاګانو خبرې وکړې چې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له خوا د خلکو د شکنجې کولو په باب دی:
“هغه معلومات چې موږ لرو، تر ډېره جدی ادعاوې دی چې د «جنرال رازق» تر قوماندې لاندې تقریباً په سیسټماتیک ډول شکنجه ترسره شوې ده، خپل دغه معلومات مو له چارواکو سره مطرح کړی دی، هیله من یو مرسته مو کړې وی، د امنیه قوماندان په ګډون له هغو کسانو سره حساب کتاب وشی چې په کندهار کې مسؤلیت لری.”
ینس مودویګ «Jens Modvig» هغه څه چې په افغانستان کې د معافیت کلتور ګڼل کېږی، یوه جدی ستونزه وبلله.
ده زیاته کړه، په شکنجو او نورو سرغړونو کې د افغانستان حکومت جګپوری چارواکی هم برخه لری.
په همدې حال کې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون ویاند احمد بلال صدیقی ازادی راډیو ته وویل چې روان لمریز کال دوى د شکنجې ۶٨ قضیې ثبت کړی، خو دا نهایی ارقام نه دی.
ده وویل د شکنجې پېښې لا هم ادامه لری: “شکنجې اوس هم شته او د بشری حقونو خپلواک کمېسیون ته د اندېښنې وړ خبره ده، له بده مرغه اوس هم په کشفی، عدلی او قضایی ادارو کې شکنجې شته، هغه قضیې چې زموږ په دفتر کې ثبت شوی ښیی چې په ټولو ولایتونو کې دا ستونزه شته، په کندهار کې هم د شکنجې قضیې ثبت شوی دی.”
خفه کول، تناسلی الو ته ضربه کول، د قوی اوبو شېندونکو له خوا پر نس سخت فشار راوستل او برېښنایی شوک هغه موارد دی چې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې په خبره په کندهار کې ترسره شوی دی.
خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له امریکا غږ آشنا راډیو سره په خبرو کې پر ځان لګېدلی تورونه رد کړی او بې اساس یې بللی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.