بلخ کې د امو سیند د اوبو زیاتوالی سلګونه کسان بې کوره کړی

گزارشگر:سه شنبه 26 ثور 1396 - ۲۵ ثور ۱۳۹۶

mandegar-3د بلخ ولایت د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکی شکایت کوی چې د آمو سیند د اوبو زیاتوالی د دوی د استوګنې کورونه ویجاړ کړی دی.
د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ د تطارق او آرق‎باتور کلیو اوسېدونکی وایی چې سږ کال د آمو سیند اوبه تر دې کچې زیاتوالی کړی چې د دوی د زراعتی ځمکو د ویجارېدو ترڅنګ‎یې د دوی کلنیکونه، ښوونځی او د استوګنې کورونه هم متضرر کړی دی.
د کلدارې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجی رحیم وایی: “زموږ سیمه کې تر دې دمه ۱۰۰ کورونه د اوبو د پورته کېدو له امله تخریب شوی او خلک مجبور دی چې له خپلو سیمو کډه وکړی او فعلًا سر پناه نه‎لری.”
د شورتپې اوسېدونکی وایی چې په آمو سیند کې د ازبکستانی نظامی کښتیو ګزمو او په اوبو کې ‎یې لنګر اچولو هم اوبه طغیانی او پورته کړی چې په خبره‎یې، د دوی د زراعتی ځمکو تخریب یې دوه برابره زیات کړی دی.
د آرق‎باتور کلی اوسېدونکی ملا عبدالرشید‎ یې په اړه وایی: “په آمو سیند کې د ازبکستان د نظامی کښتیو تګ راتګ او په اوبو کې‎یې لنګر اچونې د افغانستان لوری ته د زارعتی ځمکو تخریب زیات کړی او دولت هم تردې دمه یادې موضوع ته جدی پاملرنه نه‎ده کړې.”
د بلخ د ولایتی شورا استازی هاشم عظیمی چې څه موده وړاندې د شورتپې او کلدارې ولسوالیو ته د آمو سیند د اوبو د تخریب د وضعیت څېړلو لپاره تللی و، وایی چې هرکال د اوبو زیاتوالی سلګونه جریبه زارعتی ځمکه تخریبوی او له جوزا تر سنبلې میاشتې د اوبو د پورته کېدو میزان دوه برابره لوړېږی.
د ښاغلی عظیمی په خبره چې د آمو سیند د اوبو د ستونزې حل مېلیونونه ډالرو ته اړتیا لری، ترڅو د سیند سواحل تحکیم شی.
عظیمی وویل چې دولت په تېره یوه نیمه لسیزه کې یادې موضوع ته پام نه‎دی کړی او د آمو سیند د اوبو له امله د رامنځته کېدوکو ویجاړیو مسئله لا بنیادی نه‎ده حل شوې.
هاشم عظیمی وایی چې ازبکستان لوری ته د آمو سیند څنډې کلکې شوی او د اوبو لنګر‌ یې د افغانستان لوری ته یو نیم کیلو متر خاوره له اوبو سره لاهو کړې.
هغه په دې اړه وویل: “د ازبکستان لوری ته د آمو سیند څنډې تحکیم شوی، تردې دمه د افغانستان خاورې یو نیم کیلو مترځای د سیند له اوبو سره یوځای شوې، د خلکو زراعتی ځمکې او د استوګنې ځایونه په کلدارې او شورتپې ولسوالیو کې تخریب شوی دی.”
بل‎خوا د بلخ د والی ویاند منیر فرهاد هم آزادی راډیو ته ویلی چې د آمو سیند د سواحلو تحکیم او د ویجاړیو مخنیوی یوې لویې بودجې ته ضرورت لری چې تردې دمه مرکزی دولت دوی ته په اختیار کې نه ده ورکړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.