د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته د وسله‌والو د ځپلو لپاره اضافی ځواکونه استول شوی

گزارشگر:دوشنبه 8 جوزا 1396 - ۰۷ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له وروستیو جګړو سره سم دغې ولسوالۍ ته اضافی امنیتی ځواکونه استول شوی دی.
د ننګرهار والی محمد ګلاب منګل اچین ولسوالۍ ته وروسته تر هغې د اضافی ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه چې د جمعې په ورځ د اچین په وچ کوټ کې د سیمې خلکو په یوې نښته کې د داعش ۱۵ وسله‌وال ووژل.
د ننګرهار د والی دفتر په یوې اعلامیه کې ویلی چې په دې جګړه کې د یوې ښځې په ګدون پنځه ملکی وګړی هم وژل شوی دی.
د ننګرهار والی ښاغلی منګل د داعش پر وړاندې د اچین د ولسونو مېړانه ستایلې ده.
په افغانستان کې د مېشتو امریکایی ځواکونو په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوی چې د روان کال له پیل راهیسې یې له افغان سرتېرو سره په ګډه د داعش ۷۵۰ وسله‌وال وژلی دی.
د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د داعش مشر حافظ سیعد او بیا د هغه ځای ناستی عبدالحسیب د افغان او امریکایی ځواکونو په هوایی او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ تېره اوونۍ د دې تړون په غونډه کې ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره به د ترورېزم پر ضد مبارزه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ د ترورېزم پر ضد مبارزه کې خپل رول پراخ کړی دی، موږ له څو کلونو راهیسې د دې مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو، موږ به په افغانستان، عراق او نورو هېوادونو کې له خپلو شریکانو سره مرستو ته دوام ورکړو چې خپل ځواکونه پیاوړی او خپل هېوادونه باثباته کړی.”
متحده ایالاتو په تېره اپرېل میاشت کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز او پټن‌ځایونو خپل تر ټولو لوی غیر اټمی بم وغورځاوه چې د افغان مقاماتو په خبره څه د پاسه نوی داعشیان په‌کې ووژل شول.
افغان حکومت او متحده ایالات وایی، د روان ۲۰۱۷ میلادی کال تر پایه به په افغانستان کې داعش ختم کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.