گزارشگر:سه شنبه 9 جوزا 1396 - ۰۸ جوزا ۱۳۹۶
د افغانستان د مرکزی زون د پراختیا خپلواکه اداره وایی، دغه اداره په یوه کال کې توانېدلې چې د ۳۷ زره جریبه دولتی ځمکې د غصبولو مخه ونیسی.
د دغې ادارې رئیس الهام عمر هوتکی د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل، دا کار یې د قلم او انجنیرانو پر مټ ترسره کړی، نه د زور او قهر له لارې.
نوموړی زیاته کړه:
“د مرکز په زون کې زموږ د پروژو تر ساحې لاندې، سره له دې چې زموږ اداره ملکی اداره ده او پوځی ځواک نهلرو، خو بیا هم توانېدلی یو چې د زرګونه جریبه دولتی ځمکې مخه ونیسو، موږ تر اوسه ۳۷۰۰۰ جریبه دولتی ځمکه له غصب کېدو ساتلې ده.”
د هوتکی په خبره، د مرکزی زون د پراختیا خپلواکې ادارې ۵ زره جریبه نوره ځمکه چې پخوا غصب شوې وه، بېرته راګرځولې او د دولت په ملکیت کې یې شامله کړه.
ده دا هم وویل چې په دغو کې یې د خپلو انجنیرانو په مرسته، یو لړ پراختیایی پروژې پیل کړې دی.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دغه اداره په کابل ښار سربېره په لوګر، پروان، میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو کې هم فعاله ده.
د پراختیایی پروژو لپاره د پروګرامونو جوړول، ډیزاین او د کړنلارو ترتیبول، د افغانستان د مرکزی زون د پراختیا ادارې اساسی هدفونه دی چې د حکومت له نورو ادارو سرهیې شریکوی.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت د ځینو چارواکو په خبره، په افغانستان کې د دولتی ځمکو غصب اوس هم روان دی چې ځینی زورواکی پهکې ښکېل دی.
د اقتصادی چارو پوهان، د افغانستان د مرکزی زون د پراختیا د خپلواکې ادارې هڅې ستایی او وایی، که غصب شوې دولتی ځمکې راوګرځول شی او پانګونه پهکې وشی، د هېواد له اقتصادی ودې سره به ډېره مرسته وکړی.
عبدالقادر جیلانی وایی:
“که ځمکه له غصب څخه ووځی او پانګهوالو ته د اوږدمهالو تړونونو له مخې ورکړل شی او پانګونه پهکې وشی، عواید به زیات، خصوصی سکټور به پیاوړی او سوداګری به پراخه شی.”
جیلانی وایی، په هېواد کې بېکاری یوه لویه ستونزه ده او د نویو پروژو له پیل سره به خلکو ته د کار زمینې برابرې او اقتصادی ستونزې بهیې کمې شی.
Comments are closed.