له اداری فساد سره د مبارزې برخه کې د اقتصاد وزارت نوې تګلاره

گزارشگر:چهار شنبه 10 جوزا 1396 - ۰۹ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د اقتصاد وزارت وایی چې د شفافیت، ارزونې او حساب ورکونې لپاره‌یې داسې نوې لارې چارې لټولی چې د فساد د ورکولو لپاره اغیزمنې دی.
د اقتصاد وزیر وایی چې له ناامنیو وروسته اداری فساد د سترو پروژو او پرمختیایی کارونو پر وړاندې ستر خنډ دی، خو اقتصاد وزارت‌یې پر وړاندې د مبارزې لپاره نوې تګلارې جوړې کړې دی.
عبدالستار مراد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دغې تګلارې د معرفی کېدو غونډې ته وویل چې د نوی پلان له مخې په مالی، تدارکاتی او اداری برخو کې شفافیت لومړیتوب دی او د وزارت د ټولو کړنو معلومات به تر خلکو رسېږی.
دی وایی، د فساد ضد مبارزې له مخې یې تر دې دمه درې تنه د درېیم او څلورم بست چارواکی لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلی او لسګونه نور یې له دندو لیرې کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“په درېیم او څلورم بستونو کې په فساد تورن چارواکی لویې څارنوالۍ ته معرفی شوی او هغه چې په اول او دوهمو بستونو کې و لسګونه کسان دی چې له خپلو دندې لیرې شوی، موږ غواړو د سیستم له مخې وچلېږو.”
ښاغلی مراد وایی چې د دې تګلارې له مخې ټول تدارکاتی کارونه د وزارت په وېب‌پاڼه او ورځپاڼو کې خپروی.
د مرکزی ډیپو یا سټاک جوړول چې د عامه شتمنیو او ټولو اجناسو کیفیت او کمیت ثبتوی، د دوسیو منظم کول، د وخت تېرولو څخه ځان ژغورنه او داسې نور موارد د دغې تګلارې غټ ټکی دی.
د افغانستان د اقتصاد وزارت داسې مهال د فساد ضد د کوټلو ګامونو خبره کوی چې افغانستان په نړیواله کچه په فساد کې نوم لری.
خو د افغانستان حکومت نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې چې د مرستو په بدل کې به له دغه هېواده فساد ختموی او په ټولو کارونو کې به شفافیت رامنځته کوی.
د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې عالی اداره وایی چې په دې برخه کې عملی کارونه محسوسېږی او د اقتصاد وزارت نوې تګلاره کولای شی د فساد کچه لا کمه کړی.
د دغې ادارې مرستیال محمد امین خرمجی وایی چې فساد د افغانستان په اقتصاد، سیاست او نظام کې ریښې لری، خو دا ډول اقدامات مهم دی.
نوموړی زیاته کړه:
“د اقتصاد وزارت د کړنو او اجرأتو خپرول کېدلای شی چې د فساد پر وړاندې مهم اقدامات وی چې کولای شی فساد کم کړی.”
د کاکس په نوم په ملی شورا کې د فساد ضد ګروپ وایی، په ټوله کې تر اوسه د دې ډول اقداماتو ملاتړ نه‌شی کولای، خو څېړنې کوی چې د اقتصاد وزارت په خپلو دغو ادعاوو کې څومره رښتینی دی.
د دغه ګروپ مشرې ساهره شریف په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د وزارت د استخدام، تدارکاتو او نورې چارې څېړی او په دې اړه به بیا خپل دریځ روښانه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.