ننګرهار کې امنیتی ځواکونو تورې بوړې ته د داعش د رسیدلو مخه نیولې

گزارشگر:شنبه 20 جوزا 1396 - ۱۹ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د ننګرهار په ولایت کې چارواکی وایی چې د پچیراګام په ولسوالۍ کې د داعش هغه برید په شا تنبول شوی چې دغې ډلې غوښتل د تورې بوړې ستراتېژیکې سیمې ته ځانونه ور رسوی.
د والی ویاند عطاء الله خوګیاڼی امریکا غږ ته وویل چې ځایی قومی خلکو د ډلې پر وړاندې وسله راخیستې او سخت مقاومت یې ورسره کړی دی.
ښاغلی خوګیاڼی وایی:” داعشیان په یو څو کورونو کې ایسار دی او د محاصرې په حالت کې دی، هیڅ نه شی وتلای”.
نوموړی وایی چې داعش غوښتل تورې بوړې سیمې ته ځانونه ورسوی، خو د دغې ډلې دا هڅه له کلکې ماتې سره مخامخ شوه.
د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایی چې د تېرو دریو ورځو په جګړه کې د داعش ډلې پنځلس وسله وال وژل شوی او ګڼ شمېر نور زخمیان شوی دی.
نوموړی وایی په دغه جګړه کې درې وسله وال طالبان او همدا شان دوه ملکی وګړی هم زخمیان شوی دی.
هغه زیاتوی چې د دغې جګړې له امله تر پنځه سوه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوی، خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.
یوې حکومتی سرچینې امریکا غږ ته ویلی چې حکومت له ځایی پاڅونوالو سره تر اوسه هیڅ مرسته نه ده کړې.
د سیمې یو ځایی اوسېدونکی وایی چې داعش وسله وال اوس په ګردرې سیمه کې ایسار دی.
نوموړی وایی تر دې وړاندې یې د صمد خېلو او نورې سیمې نیولې وې، خو اوس قومی خلکو او طالبانو په ګډه له دغې ډلې سره جګړه وکړه او داعش وسله وال یې په شا وتنبول.
کوټ کې پر داعش بمباری
په ختیځ زون کې د ملی اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شېرین اقا فقیری امریکا غږ ته وویل چې د ننګرهار د کوټ په ولسوالۍ کې یې د داعش پر مرکزونو د توپونو ګوزارونه کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پکې لس داعش وسله وال وژل شوی دی.
نوموړی وایی دغه بریدونه د کوټ په نرګسۍ او چینار سیمو کې شوی دی.
تر اوسه داعش وسله والو د کوټ د بریدونو او پچیراګام د جګړې په اړه څه نه دی ویلی.
د بلې خوا د جلال اباد هوایی ډګر سره نږدې د بهسودو په ولسوالۍ کې تیره شپه د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه د تخنیکی عوارضو له مخې راپریوتې ده.
د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوګیاڼی امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پولیسود دغې الوتکې ماشین ترلاسه کړی او د جلال اباد هوایی ډګرته لیږدولی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.