ولسمشر ماڼۍ: په انقره کې له پاکستانه پر اسدالله خالد د برید په اړه وضاحت غواړو

- ۲۰ قوس ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې ټاکل شوې، چې نن او سبا ( سه شنبه او چهار شنبه ) د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې اومه درې اړخیزه ناسته تر سره شی، افغان حکومت وایی په دې ناسته کې به د نورو موضوعاتو تر څنګ له پاکستانه د اسنادو په ښودلو سره به د ملی امنیت پر مشر د برید په اړه وضاحت وغواړی.
همدارنګه چارواکی وایی، چې له پاکستانه غواړی، چې سولې ته د طالب مشرانو په چمتو کولو کې مرسته وکړی.
ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې په انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ګډه غونډه د تېرو شپږو درې اړخیزو غونډو په دوام ده، چې اجنډا او نېټه یې له وړاندې ټاکل شوی ول.
هغه وایی، ټاکل شوې وه چې په یاده غونډه کې د دریو ولسمشرانو تر څنګ امنیتی چارواکی هم برخه واخلی او د افغان سولې سربېره، دا چې د طالبانو رهبری په پاکستان کې ده او له هغه ځایه بریدونه طرحه کوی، په یوې کوچنۍ حلقه کې جدی خبرې وکړی.
د نوموړی په وینا، امنیتی چارواکی به په سیمه کې د امنیتی ګواښونو، د افراطیت او ترهګرۍ خلاف جګړه او ګډو همکاریو په اړه هم بحثونه وکړی.
ښاغلی فیضی زیاتوی، دا پخوانی چوکاټ و چې ټاکل شوی و؛ خو د ملی امنیت په مشر اسدالله خالد برید په دې غونډه کې یو بل محور هم زیات کړ.
هغه وایی، په یاده درې اړخیزه غونډه کې به تر نورو موضوعاتو لومړی له پاکستان سره پر اسدالله خالد د برید مسله یاده شی او توضحیات به ترې وغوښتل شی.
نوموړی وویل، د دوی د څېړنیز کمېسیون له لوری ټول راټول شوی اسناد او مدارک به پاکستان ته ورکړل شی او دا چې بریدګر له پاکستانه راغلی و په دې اړه به پاکستان وضاحت ورکړی.
د ولسمشر ویاند وایی، چې پر اسدالله خالد برید ورته ډېر مهم دی او په همدې خاطر به له نورو موضوعاتو لومړی په دې اړه بحث وکړی او له پاکستانه به وغواړی، چې په دې برخه کې جدی همکاری وکړی.
د نوموړی په وینا، دوی دا تور نه لګوی، چې بریدګر دې پاکستان را استولی خو په د پیاوړو معلوماتو له مخې ویلی شی، چې له پاکستانه راغلی و.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د سولې یوه قاصد چې له پاکستانه راغلی و، په کابل کې د ملی امنیت په یوه مېلمستون کې د ملی امنیت په مشر اسدالله خالد ځانمرګی برید وکړ، چې د سختو ټپونو له امله لا هم د باګرام په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ایمل فیضی وویل، پاکستان د سولې په برخه کې یو څه نسبی ګامونه اخیستی خو په دې برخه کې ټاکل شوې وه چې په دې برخه کې د نورو عملی ګامونو په اخیستو هم بحث وشی.
د ولسمشر ویاند وایی، هیله من دی چې له پاکستان سره پر اسدالله خالد د برید مسلې څېړل به د غونډې نورې اجنډاوې چې پخوا ټاکل شوې وې، تر سیوری لاندې راونه ولی.
ایمل فیضی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر اوسه د افغانستان، پاکستان او ترکیې تر منځ  درې اړخیزو غونډو عملی پایله نه ده ورکړې وویل، لومړی باید په سیمه کې شته ستونزو ته وکتل، چې ترهګری، افراطیت، د نشه یی توکیو قاچاق او نورې ستونزې شتون لری.
هغه وایی، چې په سیمه کې دغه ټول شته موضوعات ډېرې پېچلی دی او له ټولو امنیتی ستونزو هر هېواد بېلابېل لوبغاړی او بېلابېل ابعاد لری.
نوموړی وویل، سره له دې چې یوشمېر کوچنیو مسایلو عملی بڼه غوره کړې خو په ټوله کې نه شو ویلای چې عملی پایله دې ورکړې وی او لامل یې هم دا دی، چې مسایل ډېر پېچلی دی او په یوې غونډې یا یو کنفرانس کې یې حلېدل ناشونی دی.
ښاغلی فیضی زیاتوی، چې په تېرو ټولو ناستو کې ترکیه د افغانستان او پاکستان تر منځ د منځګړی رول لری او غواړی، چې د افغانستان او
پاکستان تر منځ اړیکې پراخې شی.
نوموړی وایی، د ملی امنیت پر رییس د برید په اړه به ترکیه هم خپل دریځ لری او دا چې په دې برخه کې به یې دریځ څه وی او له پاکستانه به څه وغواړی، دا به په یاده درې اړخیزه غونډه کې روښانه شی.
د ولسمشر ویاند زیاتوی، دا چې د طالبانو رهبری په پاکستان کې ده نو په ترکیه کې په جوړېدونکې درې اړخیزه غونډه کې به په دې بحث وشی چې څنګه هغوی د سولې پروسې ته چمتو شی، څنګه ورته زمینه برابره شی، چې وکولای شی د سولې په خبرو کې برخه واخلی او په دې کې پاکستان یو کلیدی رول لری.
هغه وای، که پاکستان په دې برخه کې مرسته او رښتینې همکاری وکړی نه نو د سولې پروسه به له خنډ سره مخ شی لکه څنګه چې همدا اوس له خنډ سره مخامخ ده.
دی زیاتوی، له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه دا ده، چې دغسې سهولتونه منځ ته راوړی، چې د سولې پروسه په سمه توګه مخ ته لاړه شی او حد اقل په نسبی توګه یې پر وړاندې شته خنډونه لری شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.