د افغانستان علما شورا په کابل کې پر «الزهرا» جومات حمله وغندله

گزارشگر:شنبه 27 جوزا 1396 - ۲۶ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د علماو شورا د کابل وروستۍ حمله په کلکو ټکو وغندله او دا حمله ‌یې یو غیر اسلامی او غیر انسانی عمل یاد کړ.
د افغانستان د علماو شورا په جوماتونو او د عامو خلکو د راټولېدو پر مرکزونو باندې برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او هدف یې د بېلابېلو مذاهبو د پیروانو تر منځ د وحدت زیانمنول یادوی.
د دغې شورا ویاند مولوی محمد قاسم حلیمی د جمعې په ورځ د کابل ښار د دشت برچی سیمې په یوه جومات کې د شوی انتحاری حملې په غندلو سره ازادی راډیو ته وویل:
“پر هر بې ګناه انسان باندې حمله جرم دی، بیا په ځانګړی ډول پر جماعتونو حملې موږ په کلکه غندو، هر چا چې دا عمل کړی دا قاتل،ظالم او د اسلام له اصولو لری بولو، دوی غواړی له یو طرف نه بېګنا انسانان له بلې خوا غواړی چې د خلکو او مذهبونو ترمنځ تفرقه رامنځ ته کړی.”
د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال مراد علی مراد د جمعې په ورځ د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې دغه بریدونه د دوو حمله کوونکو لخوا ترسره شوی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“د تېرې شپې په دې پېښه کې لږترلږه ۵ کسان وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوې دی، امنیتی ځواکونه په خپل وخت وتوانېدل چې د ډېرو ملکی وګړو ژوند وژغوری.”
د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلى دى.
دې ډلې تېر کال هم د شیعه ګانو پر یوه بل جومات او همداراز په کابل کې د جنبش روشنایی پر لاریون د انتحاری حملو مسؤلیت منلی و.
خو د افغانستان جمهوری ریاست په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی چې افغان ولسمشر امنیتی چارواکو ته لارښوونه کړې ده څو د عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت په خاطر جدی تدابیر ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.