گزارشگر:یک شنبه 18 سرطان 1396 - ۱۷ سرطان ۱۳۹۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی چې ولسمشر ډونالد ټرمپ لا د افغانستان لپاره سفیر نهدی ټاکلی، خو له ټاکل کېدو سره به هغه په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکی د نوم نهښودلو په شرط، د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه د ټرمپ پرېکړې ته منتظر دی، خو نهشی ویلای چې دا کار به کله وشی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایی سناتورانو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځینو پخوانیو کارکونکو او یو شمېر څېړونکو د هغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر غږ کړی چې ژر تر ژره دې د افغانستان لپاره سفیر مقرر کړی.
په افغانستان کې دننه هم د دې تشې په اړه بېلابېل غبرګونونه موجود دی.
د نړیوالو چارو افغان کارپوه حاجی سید داود وایی چې دا ځنډ د هغه هېواد لهخوا د افغانستان پر ډېپلوماسۍ د کمې پاملرنې ښکارندویی کوی.
ښاغلی داود د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د ټرمپ حکومت ډېره پاملرنه نظامی موضوعاتو ته کړی، په داسې حال کې چې د افغانستان ډېری ستونزې ډېپلوماټیک حل ته اړتیا لری.
نوموړی زیاته کړه:
“د امریکا د سفارت د کارونو او فعالیتونو فیصدی ډېره کمه شوې او دا ځکه چې هلته په بهرنیو چارو وزارت کې ستونزې دی او امریکا ډېر تمرکز په دفاع وزارت کړی، تر هغې چې دوی پالیسی فعاله نهکړی، فکر نه کوم چې د نظامیانو ډېرېدل ګټه وکړی، له بده مرغه چې دا وخت له افغانستان سره د دوی ډېپلوماسی په ټپه ولاړه ده.”
دا انتقادونه او وړاندیزونه داسې مهال کېږی چې د ډونالد ټرمپ د حکومت شااوخوا اووه میاشتې تېرېږی او د افغانستان په شمول په اکثرو هېوادونو کې یې د سفارت چارې د شارژدافیر لهخوا پر مخ وړل کېږی.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ کابل ته راغلو سناتورانو هم د امریکا د نوی سفیر پر ژر معرفی کېدو ټینګار درلود.
د افغانستان د ولسی جرګې یو شمېر غړی بیا وایی چې امریکا په هر حال کې افغانستان ته پام کړی او یاده ستونزه ډېره جدی نه ګنی.
د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر زمرک پادخوابی ازادی راډیو ته وویل، د امریکا او د هغه هېواد د باصلاحیته سفیر د ځانګړی رول د اهمیت په اړه شک نهشته خو د نوی سفیر معرفی ښایی د نوی ستراتېژۍ یوه برخه وی.
ښاغلی پادخوابی وویل:
“په دې کې شک نهشته چې امریکایان په افغانستان کې عمده رول لوبوی، زما په نظر که دوی رسماً کوم سفیر نهلری، خو د افغانستان له حالاتو خبر دی او څېړی یې، دوی شاید د ځینو ملاحظاتو په اساس د سفیر رالېږل ځنډولی وی، خو دومره غټ اغېز نهلری.”
د امریکا د سنا مجلس یوه مخکښ غړی لینزی ګراهام بیا ویلی چې د سفیر تر څنګ د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم باید ژر تر ژره د افغانستان دوره وکړی.
نوموړی ویلی چې یوازې د بمونو په غورځولو د افغانستان ستونزه نهشی حل کېدای.
افغان سیاسی کارپوه حاجی سید داود وایی، امریکا باید چې ټول تمرکز پر دفاع وزارت ونه کړی، بلکې افغانستان ته له سیاسی او ډېپلوماټیک اړخه هم اهمیت ورکړی.
Comments are closed.