د ولسی جرګې غړی: پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس‌وهنه کوی

- ۲۴ قوس ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانی کهر ویلی، چې د سولې خبرې دې په پاریس او برلین کې نه ترسره کېږی، د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې پاکستان په دغه ډول څرګندونو سره د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوی.
هغوی همدارنګه وایی، چې د ملی امنیت پر رییس د برید څېړلو لپاره د افغانستان او پاکستان د ګډ کمېسیون جوړول به کومه پایله ورنه کړی.
د ولسی جرګې غړې فاطمه عزیز ماندګار ورځپاڼې ته وویل، پاکستان په ټولو مسایلو کې لومړی خپلې ګټې لټوی.
هغه وایی، حتی د سولې په خبرو کې هم مداخله کوی او خپلې ګټې په کې لټوی او د نورو په ځانګړی ډول د افغانستان په زیان خبرې کوی.
نوموړې وویل، هر هېواد حق لری چې خپلې ګټې خوندی او تر لاسه کړی، خو پاکستان د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې جګړې، ناامنۍ او تاوتریخوالی خپله ګټه بولی او ورته کار کوی.
د ولسی جرګې دغه غړې زیاتوی، دا چې په قطر کې د طالبانو د فتر پرانستې خبرې کېږی، یوشمېر د افغانستان رښتینی همکار هېوادونه لکه ترکیه او نور غواړی، چې د افغان کشالې لپاره یوه سوله ییزه لاره ولټوی او خبرې اترې وکړی، پاکستان د دې لپاره چې له دې خبرو وېره لری او فکر کوی، چې د هغوی له لاسوهنو او مداخلو پرته به تر سره شی، نو دا خبرې په خپل زیان وینی.
هغه وایی، پاکستان فکر کوی، چې د سولې خبرې به پایله ورکړی او  د دې لپاره چې ډېره لاسوهنه په کې وکړی، په افغانستان کې د سولې پر خبرو ټینګار کوی او له دې امله چې په کور دننه د پاکستان لاس ډېر بر دی.
مېرمن عزیز د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا ربانی کهر د دې خبرو په ردولو سره، چې نور هېوادونه نباید د سولې په پروسه کې مداخله وکړی وویل، پاکستان دا حق نه لری چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړی.
د هغې په خبره، دغه ډول څرګندونې د هېواد په چارو کې د پاکستان مستقیمه لاسوهنه ده.
نوموړې په دې باور ده، که چېرې پاکستان له پیله د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې له افغانستان سره چلن کولای او د سولې په برخه کې یې رښتینې مرسته کړې وای؛  نو وضعیت به په دې ډول نه خرابېده.
د ولسی جرګې یادې غړې وویل، تل پاکستان د افغانستان په چارو کې مغرضانه مداخله کړې، چې زموږ په زیان او د ځان په ګټه یې ده او یو ځل بیا په دې لاسوهنې او مداخلې سره غواړی، چې د سولې له پروسې ناوړه ګټه واخلی او دغه پروسه مختل کړی.
هغه وایی، په تاسف سره چې تر اوسه افغان حکومت د پاکستان لاسوهنو ته غاښ ماتوونکی ځواب نه دی ورکړی، خو زیاتوی چې ولسمشر کرزی، د حکومت رهبری او د بهرنیو چارو وزیر باید په دې برخه کې له پاکستان سره جدی دریځ ونیسی او ورته ووایی، چې نور نو افغانستان او افغانانو ته پاکستان لاسوهنې د منلو نه دی.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی ګل پاچا مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، دا ښه خبره ده چې د سولې خبرې په افغانستان کې دننه ترسره شی، ځکه افغانستان د روانې جګړې قربانی دی او په کار وه چې ډېر پخوا دغه کار شوی وای.
هغه وویل، دا چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره په داسې مهال دا خبره کوی، چې په پاریس کې د ټولو ښکېلو خواوو تر منځ غونډه ده؛ نو غواړی چې دغه غونډه او نورې هغه هڅې چې په نړیواله کچه د افغان کشالې د حل لپاره کېږی، هغه سبوتاژ کړی.
ښاغلی مجیدی زیاته کړه، په پاکستان کې د سولې لپاره ښه نیت موجود دی او هر ځل له افغان لوری سره په دې برخه کې ښې ژمنې کوی، خو په وینا یې چې په تاسف سره پاکستان په عمل کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
هغه وایی، دا چې پاکستان د سولې په برخه کې رښتینې مرسته ونه کړه او دا ستونزه لا تر اوسه اوږده شوه؛ نو نړیواله ټولنه او افغان حکومت اړ دی، چې د سولې لپاره په نورو هېوادونو کې ناستې تر سره کړی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، چې پر اسدالله خالد د برید څېړلو لپاره د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی به هم هېڅ پایله ورنه کړی.
د ولسی جرګې غړې فاطمې همدې مسلې ته په اشارې وویل، په هر کمېسیون کې چې پاکستان د خیل وی او ونډه په کې ولری هېڅ پایله نه ورکوی.
هغه وایی، له یوه هېواده چې ځانمرګی راځی او په افغانستان کې برید کوی، څنګه به هغه هېواد بیا د دې برید په څېړلو کې مرسته وکړی او د حل لاره به پیدا کړی.
د ولسی جرګې دې غړې زیاته کړه، د دې برید د څېړلو لپاره په کار ده چې افغانستان یې وڅېړی او یا له پاکستان پرته کوم بل هېواد یې له افغان حکومت سره یو ځای وڅېړی.
د ولسی جرګې بل غړی ګل پاچا مجیدی زیاتوی، د استاد ربانی قضیې ته په کتو سره چې پاکستان تل افغان لوری وغولاوه، پر ښاغلی اسدالله خالد دبرید څېړلو کې به هم هېڅ مرسته ونه کړی او نه به دغه کمېسیون پایله ورکړی.
هغه وایی، ټوله کمزوری د افغان حکومت ده، چې تر اوسه د خپلو خلکو په ساتلو کې چې مسوولیت یې دی پاتې راغلی دی.
د افغانستان، پاکستان او ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان او پاکستان ګډ پلاوی به د ملی امنیت پر رییس اسدالله خالد برید وڅېړی. اسدالله خالد دوه اونۍ وړاندې په کابل کې په یوه ځانمرګی برید کې ټپی شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.