کابل په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر وروستۍ څرګندونې رد کړې

گزارشگر:شنبه 7 اسد 1396 - ۰۶ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په امریکا کې د پاکستان د سفیر وروستۍ څرګندونې چې کواګې، د تروریستانو ځالې په افغانستان کې دی، بې بنسټه وبللې او په کلکه یې رد کړې.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغنی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، افغان ځواکونو تل د تروریستانو پر وړاندې مبارزه کړې، قربانۍ یې ورکړې، خو اجازه یې نه ده ورکړې چې په دې هېواد کې پټنځایونه جوړکړی.
نوموړی زیاته کړه:
“د افغانستان د اسلامی جمهوری امنیتی او د فاعی ملی ځواکونه هېڅکله تروریستی ډلو ته اجازه نه ورکوی چې د افغانستان په خاوره کې، په امن او سوکالۍ کې و اوسېږی او د لته د تمویل او تجهیزولو لپاره روزنیز مرکزونه جوړ او له دې ځایه د نورو هېوادونو پر ضد، استفاده وکړی.”
ښاغلی مستغنی وویل، پاکستان د هغو تروریستانو پر وړاندې چې په خاوره کې یې مېشت دی، اغیزمنه مبارزه نه ده کړې.
دا خبرې په داسې حال کې کېږی چې د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری ادعا کړې چې ترورسیتان په افغانستان کې خوندی ځالې لری او پاکستان د مسئلې اړوند شواهد هم لری.
د پاکستان سفیر دا خبرې د ستراتیژیکو مطالعاتو د موسسې په یوې ناسته کې کړی او ویلی یی دی چې تروریستان د پاکستانی ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته تښتېدلی او ځانونو ته یې په هغه هېواد کې د امن ځآیونه جوړ کړی دی.
ښاغلی چوهدری دا هم ویلی چې په افغانستان کې مېشتې تروریستې ډلې، په دواړو هېوادونو کې تروریستی اعمال ترسره کوی.
د پاکستانی چارواکو د غه ادعا چې تروریستان په افغانستان کې دی، نوې خبره نه ده بلکې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پخوا تردې هم ویلی چې د حقانی شبکه او ځینې نورې تروریستی ډلې له پاکستانه وتلی او په افغانستان کې فعالیت کوی.
دا هغه ادعا ګانې دی چې افغان حکومت تل رد کړی دی.
په ورته وخت کې د پوځې چارو کارپوهان وایی، پاکستان اوس اوس د امریکا او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دی او هڅه کوی چې له دغو فشارونو څخه د ځان ژغورلو لپاره، پر افغانستان تور پورې کړی.
له دغو کارپوهانو څخه حمید عزیزی ازادی راډیو ته وویل:
“پاکستان په دې هلو ځلو کې دی چې فشارونه له ځانه لېرې کړی او د دغو تورونو په لګولو سره، د امریکا او غرب باور بېرته پر ځان پیدا کړی او په دې سره، ټولې ستونزې د افغان دولت پر غاړه واچوی.”
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، پاکستان د تروریستانو ملاتړی بللی او ویلی یې دی چې په دوه زره شپاړسم میلادی کال کې په افغانستان کې اکثره تروریستی بریدونه، د حقانی شبکې او په پاکستان کې د مېشتو تروریستی ډلو له خوا شوی دی.
ښاغلی عزیزی وایی، په دغو شرایطو کې چې پاکستان د نړیوالو ترفشار لاندې دی، افغان حکومت باید له موقع څخه ګټه واخلی او د هغه هېواد پر وړاندې، یوه فعاله بهرنۍ پالیسی پلی کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.