گزارشگر:شنبه 4 سنبله 1396 - ۰۳ سنبله ۱۳۹۶
د ولسی جرګې وکیل ظاهر قدیر د امریکا پر نوې اعلان شوې ستراتیژۍ انتقاد وکړ چې د سولې پرځای په کې د جنګ دوام شوی.
نوموړی دا څرګندونې د جمعې په ورځ په ننګرهار کې د مشرقی شورا لهخوا جوړې شوې غونډې ته وکړې چې په زرګونو کسانو په کې برخه اخېستې وه.
ظاهر قدیر په خپلو خبرو کې د امریکا لهخوا پر نوې اعلان شوې ستراتیژۍ نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې داعش سره دې جګړه وشی خو طالب سره دې سوله:
“دې ستراتیژۍ کې د جنګ دوام ته ډېر زیات ځای ورکړل شوی مګر سولې ته هېڅ ځای نهدی ورکړل شوی، موږ جنګ غواړو خو د داعش سره ښه په کلکه ځکه هغوی سره د سولې هېڅ جواز نشته خو طالبانو سره سوله وکړئ، که د حکومت او نړیوالې ټولنې زور نه رسیږی، ولس دې ته تیار دی زه دې ته تیار یم چې طالبانو سره خبرې وکړم. ”
ښاغلی قدیر په خپلو خبرو کې هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګوندې دی د کوم سیاسی ائتلاف په ملاتړ لګیا دی.
نوموړی وویل، دی د هېڅ ائتلاف سره نهدی او یوازې د ولس د حق غوښتنې په خاطر یې ولسی حرکت پیل کړی:
“زه د دې ولس استازی یم، د کوم شخص استازی نه یم او نه د کوم سیاسی ګوند سړی یم او نه مې کومې سیاسی ډلې نه تراوسه ملاتړ اعلان کړی. ”
په دې غونډه کې د نورو ځوانانو او قومی مشرانو تر څنګ د ننګرهار پوهنتون د انجنیری پوهنځی استاد شاکر فاروقی وویل، په اوسنی نظام کې ظلم، فساد، غصب او د قانون خلاف نورې کړنې اوج ته رسیدلی.
دی وایی، د دې ناخوالو پرضد به مدنی حرکتونه کوی او که اړتیا شوه د سر په قیمت هم مبارزې ته تیار دی:
“محصلین د دې ټولنې هغه ځوان قشر دی، سبا ډاکټر دی، قاضی دی، څارنوال دی، دوی ته توجه نهکېږی، ماسټری نشته،تعلیمی بورسونه نشته دوی مجبور دی مدنی حرکتونه به کوی مجبور دی غره ته به خیژی زما وژل که دلته کوی سبا غره کې وکړه د هېچا پروا نهلرم. ”
د غونډې نورو برخهوالو هم په خپلو خبرو کې پر افغان حکومت نیوکه وکړه چې د مشرقی خلکو پر حق یې سترګې پټې کړی او ګواښ یې وکړ که چیرې د ختیځې سیمې ولسونو ته حق ورنهکړل شی دوی به پراخو مدنی حرکتونو ته دوام ورکړی.
Comments are closed.