وحیدی: مافیـایی کـړۍ د سایبـری فضـا امنیـت خـوندیتـوب مخه نیسـی

- ۱۵ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ پخوانی وزیر وایی، د د سایبری فضا امنیت خوندی نه دی خو که څوک یې د خوندیتوب لپاره اقدام کوی نو مافیایی کړۍ یې مخه نیسی.
نوموړی وایی، غوښتل یې د سایبری فضا د خوندیتوب او د انټرنیټ په برخه کې له پاکستان څخه د انحصار د راوتلو په برخه کې اقدامات وکړی، خو د مافیایی کړیو ښکار شو.
ښاغلی وحیدی د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې ولسمشر ته یې په پرانیستې لیک کې په وضاحت په مخابراتی سیسټم کې موجوده ستونزې تشریح کړی دی.
نوموړی وایی، د ولسمشر ترڅنګ ولس هم باید د سایبری امنیت او همدازا په مخابراتی سیسټم کې نورې موجوده ستونزې جدی ونیسی.
نوموړی زیاته کړه:
“د سایبری فضا د خوندتیوب بحث موږ ټولو پورې اړه لری، هره ورځ په دې برخه کې موږ په غیرې مستقیم ډول قربانی ورکو نو ښه خبره ده چې دغه موضوع هم د امنیت شورا یوه اجنډا شی.”
ولسمشر محمد اشرف غنی ته د ښاغلی وحیدی په پرانیستې لیک کې همدا راز دا ندېښنه هم مطرح شوې چې د افغانستان د مهمو بنسټونو معلومات خوندی نه دی او دا ویره شته چې ځینې ورانکاره کړۍ ترې استفاده وکړی.
ښاغلی وحیدی د اسوشېټېډ پرېس خبری اژانس هغه راپور چې له طالبانو سره یې د افغان چارواکو له خبرو پرده پورته کړې ده د خپلې ادعا ښه ثبوت بولی.
څه موده وړاندې اسوشېټېډ پرېس خبری اژانس ویلی چې افغان چارواکی هره ورځ له طالبانو سره خبرې کوی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د افغانستان د ملی امنیت عمومی رئیس او د ملی امنیت سلاکار له طالب مشرانو سره په افغانستان او قطر کې د ټلیفون له لارې دوامدارې خبرې کوی.
اسوشېټېډ پرېس ویلی چې دغه معلومات ځینې طالب چارواکو چې له رسنیو سره د خبرو کولو صلاحیت نه یې درلود ورکړی دی، خو طالبانو او افغان حکومت بیا په کلکه دغه موضوع رد کړې ده.
دا چې د افغانستان د سایبری فضا امنیت څومره خوندی دی او په دې برخه کې د عبدالرزاق وحیدی اندېښنې پرځای دی که نه همدغه پوښتنه مو د مخابراتو وزارت له ویاند څخه وکړه.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت ویاند نجیب نګیال وایی دوی د سایبری فضا د خوندیتوب لپاره اقدامات کړی، خو د عبدالرزاق وحیدی د نورو څرګندونو په اړه تبصره نه کوی:
“سایبری امنیت ته نه یوازې په افغانستان کې ګواښونه متوجې دی بلکې ټوله نړۍ د سایبری بریدونو لاندې راتلی شی، افغانستان په دغه مورد کافی اقدامات کړی، سایبری قوانین مو جوړ کړی هغه قوانین نهایی کېدو ته نږدې دی خو ځینې مسایل د پخوانی وزیر شخصی نظر دی موږ پرې تبصره نه کوو.”
د عبدالرزاق وحیدی دنده په ۱۳۹۵کال کې د ولسمشر محمد اشرف غنی له لورې په فساد کې د ښکېلتیا له کبله تعلیق شوه او پرځای یې څه موده وروسته شهزاد اریوبی معرفی شو.
له دې ټولو سره – سره د ټکنالوجۍ د چارو کارپوه الهام بابر وایی په نړۍ کې د هیڅ هېواد سایبری فضا په بشپړه توګه خوندی نه ده، خو د لازمو اقداماتو په ترسره کولو یې د ګواښ کچه را کمه کړې ده.
د ښاغلی بابر په خبره افغان حکومت باید د ټکنالوجۍ په صنعت کې د لا زیاتې پانګونې له لارې په دې برخه کې د شته ګواښونو کچه راټیټه او انټرنټی او مخابراتی خدامات لا ډېر معیاری کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.