ارګ: اردوغان د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والی ژمنه کړې

گزارشگر:دوشنبه 20 سنبله 1396 - ۱۹ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3ولسمشر محمد اشرف غنی د اسلامی هېوادونو د همکارۍ د سازمان د غونډې په څنډه کې له خپل ترکیې او قزاقی سیالانو سره لیدلی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره په کتنه کې ژمنه کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په برخه کې هڅې وکړی.
د جمهوری ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوی یکشنبه ازادی راډیو ته وویل چې د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو د یکشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې، د اسلامی هېوادونو د همکارۍ د سازمان د غوندې په څنډه کې سره لیدلی دی.
د نوموړی په وینا، په دغه کتنه کې د داوړو هېوادونو تر منځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوی او دغه شان د ترکیې ولسمشر ژمنه کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په برخه کې به، هڅې وکړی.
ښاغلی مرتضوی وویل:
«د ترکیې ولسمشر وویل هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړی او ولسمشر یې هم په ځواب کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو کولو لپاره چمتووالی لری.»
ښاغلی مرتضوی وایی، افغان ولسمشر د خپل قزاقی سیال نور سلطان نظربایوف سره هم لیدلی او دواړو ولسمشرانو د اقتصادی او ټرازیټی همکاریو په پراختیا، په ځانګړی ډول د هغه ریل پټلۍ نه د استفادې په اړه چې له ازبکستان او قزاقستان له لارې له چین سره نښلی، ټینکار کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د شنبې په ورځ د یو پلاوی په مشرۍ د اسلامی هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مشرانو په لومړۍ غونډه کې د ګډون په هدف، استانې ته سفر وکړ.
اوس پوښتنه دا ده چې ترکیه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والی په برخه کې ګټور رول ولوبولی شی؟
د نړیوالو اړیکو د چارو کارپوه رحمت الله اشرفی ورته ځواب وایی:
«ترکیه یو ځواکمن اسلامی هېواد دی او شاید د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په برخه کې هڅې وکړی، خو مثبته نتیجه تر لاسه کېدل ترې ستونزمنه ښکاری، ځکه له کلونو راهیسې ځینو هېوادونو غوښتی چې پاکستان له افغانستان سره همکارۍ ته اړ کړی، خو د پاکستان لپاره د هغه هېواد خپلې ګتې مهمې دی.»
په قزاقستان کې د اسلامی هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونده کې د ۵۷ اسلامی هېوادونو مشرانو ګډون کړی چې هدف یې د یووالی پیاوړی کول، په اقتصادی، ټولنیزو، فرهنګی او عملی برخو کې له همکاریو څخه ملاتړ او نړیوال امن او ثبات دی.
خو ولیدل شی چې دغه غونډه او د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د ولسمشر غنی لیدنې کتنې د افغانستان د سولې په برخه کې څه نتایج له ځانه سره درلودلای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.