خپلواک: د طالب بندیانو د خلاصون سر بېره د سولې لپاره ټول امکانات کاروو

گزارشگر:دوشنبه 10 میزان 1396 - ۰۹ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د سولې عالی شورا د دارالانشا رئیس وایی، دوی به په پاکستان کې د طالب بندیانو د خلاصون سر بېره د سولې د ټېنګښت لپاره له هر ډول فرصته ګټه واخلی.
د دغې شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په پاکستان کې د طالب بندیانو خلاصون او یاهم تبادله هم هغه څه دی چې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ په پاکستان کې د طالبان بندیانو د خلاصون سربېره په ټولو هغه امکاناتو کار کوو چې د سولې له ټینګښت سره مرسته کولای شی.”
خو کله چې له ښاغلی خپلواک نه په دې اړه پوښتنه وشوه چې د هغه طالب بندیانو په اړه چې په دې وروستیو کې افغان حکومت یې د خلاصون غوښتنه کړې ستاسو معلومات څه دی؟ نوموړی وویل:
“هغوی تر اوسه په پاکستان کې دی، د دواړو هېوادونو د حسن نیت په نظر کې نیولو سره که چېرې روابط پرمختګ کوی نو په هغه کې د بندیانو د خلاصون ترڅنګ نور مسایل هم شاملېږی.”
تازه د افغان حکومت یوې باوری سرچینې د موضوع د حساسیت ته په پام سره د نوم نه ښودلو په شرط ازادی راډیو ته ویلی چې دوی له پاکستانه د طالبانو د اتو مشرانو د تبادلې غوښتنه کړې چې ملا برادر هم پکې شامل دی.
که څه هم حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلی خو وړاندې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار دفتر ویلی و چې ښاغلی اتمر له پاکستانه د طالبانو د پنځو مشرانو چې هلته بندیان دی، د تبادلې غوښتنه کړې ده.
ها خوا یو شمېر پاکستانی رسنیو هم د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف په حواله په دې اړه لیکلی دی.
په جمهوری ریاست کې د یادې سرچینې په حواله د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه چې کابل ته رارسېدلی د نورو مسایلو تر څنګ به له افغان چارواکو سره د سولې په اړه هم خبرې وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.