ملی امنیت: افغان حکومت د مزاکراتو د میکانیزم په اړه د پکستان وړاندیز منلی

گزارشگر:دو شنبه 17 میزان 1396 - ۱۶ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3افغان حکومت د پاکستان هغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلای چې په ترڅ کې یې د څلور اړخیزو مزاکراتو میکانیزم بیا پیلېږی.
د افغانستان د ملی امنیت د شورا دفتر وایی، افغانستان په لوړه کچه په هغې غونډه کې ګډون کوی چې د دغه هېواد د سولې په تړاو په عمان کې جوړېږی.
د دغې شورا د دفتر ویاند قادر شاه د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، حکومت د پاکستان هغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلای چې هغه هېواد د څلور اړخیزو غونډو د بیا پیلېدو په اړه یې درلودل.
ښاغلی قادر شاه وایی، دا غونډه په نېږدې راتلونکی کې د افغانستان او پاکستان تر منځ جوړېږی چې چین او امریکا پکې د څار رول لری.
ښاغلی قادر شاه وویل:
«وروستیو تحولاتو ته په پام سره، د افغانستان اسلامی جمهوریت د پاکستان هغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلای چې د هغې په ترڅ کې د څلور اړخیزو مذاکراتو میکانیزم بیا پیلېږی، دغهناسته به په نېږدې راتلونکی کې په عمان کې جوړه شی چې په هغې کې د افغانستان او پاکستان لوری ګډون کوی او امریکا او چین پکې نظارتی رول ادا کوی.»
نوموړی وایی چې په دې غونډه کې به اهداف تعینېږی، تعین شویو اهدافو ته د رسېدو لارې چارې لټول کېږی او همدارنګه د همکاریو د ګډ میکانیزم په رامنځته کېدو هم خبرې کېږی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلی دا غونډه د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۶ مه نیټه د عمان په مرکز مسقط کې جوړېږی.
که څه هم د ملی امنیت د شورا دفتر دا غونډه د څلور اړخیزو غونډو د لړۍ بیا پیل بولی، خو خواجه اصف ویلی چې په غونډه کې افغانستان، طالبان، پاکستان او امریکا ګډون کوی.
د افغانستان، پاکستان، متحده ایالتو او چین څلور اړخیزه همغږې ډلې له دې وړاندې د افغانستان د ستونزو د حل په خاطر، پنځه غونډې کړی، خو د دې غونډو لړۍ هغه وخت د افغان حکومت له خوا ودرول شوه چې پاکستان په عملی نه اقداماتو تورن شو.
شااوخوا یو کال وړاندې افغان حکومت وویل چې د دې غونډو دوام د وخت ضاېع کول دی او پاکستان ته ښیی چې په پخوانیو ژمنو وفا وکړی.
له دې سره د سیاسی چارو یو شمېر څېړونکی د دې هېواد دا هڅې او د اړیکو جوړولو ته لیوالتیا د پاکستان چل بولی او وایی چې په دې اړه تېرو تجربو ته په کتو باید نتیجو ته خوشبینه نه شو.
له ډلې شهزاده مسعود ازادی راډیو ته وویل:
«تاسې وګورئ، کله هم چې په پاکستان باندې نړیوال فشار زیات شی، بیا ورسره تګ او راتګ هم زیاتېږی او ورسره د سولې خبرې هم پیلېږی، زه دومره ویلای شم چې دا خبرې یوازې د وخت ضاېع کول او له خپله ځانه د نړیوالو فکر بدلول دی.»
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غنی تل ویلی چې د افغانستان ثبات په دوه محورونو کې له پاکستان سره سوله او د افغانانو تر منځ په سوله کې لټوی.
ښاغلی مسعود وایی چې که څه هم افغانان د سولې هر غږ ته خوشحالېږی، خو افغان حکومت باید تېرو غونډو او تجربو ته په کتو ډېر هوښیارانه اقدامات وکړی او په دې برخه کې نور وخت ضاېع نه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.