گزارشگر:سه شنبه 2 عقرب 1396 - ۰۱ عقرب ۱۳۹۶
د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی چې داعش جنګیالی هڅه کوی چې د خوګیاڼو او حصارک ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولی او ځان د کابل تر دروازو ورسوی.
دوی د دوشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومی غونډه کې وویل؛ داعش په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ستراتیژیکې سیمې نیولی چې له امله یې د مقابلې لپاره له پکتیا او لوګر ولایتونو ورغلو وسلهوالو طالبانو هم ماتې خوړلې ده.
په ولسی جرګه کې د ننګرهار استازې سایمه خوګیاڼۍ او د لوګر د خلکو استازی صاحب خان وایی:
«شپږ-اووه ورځې کېږی چې داعشیانو په خوګیاڼو حمله کړې، د زاویې کلی یې نیولی، هره ورځ د لسګونه کچرو په وسیله داعش اکمالېږی او دا ډله هڅه کوی چې مخکې ولاړ شی، که خوګیاڼی لاره ورکړی، سر به یې کابل ته ورسېږی.
-د وزیرو تنګی چې یوه ستراتیژیکه سیمه ده، داعش نیولې او اوس دې ډلې د کږې سیمه تر حملو لاندې نیولې، له پکتیا او لوګره طالبان د مقاومت لپاره ورغلی، خو مقاومت نهشی کولای، داعش پلان لری چې ازره او حصارک ولسوالۍ ونیسی.»
په ولسی جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد وایی، له وزیرو تنګی وروسته د داعش وسلهوالو پلان دا دی چې د جګدلک سیمې ونیسی او ځان د کابل تر دروازو راورسوی.
نوموړی وایی:
«که ازره ولسوالۍ او جګدلک سیمه یې ونیوله خاک جبار ته راځی چې خاکجبار ولسوالۍ د کابل دروازه ده، په دې سره د کابل وضعیت نور هم خرابېږی.»
بلخوا د ننګرهار ولایتی چارواکی وایی چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش جنګیالیو له لوری پیل شوې جګړه درېدلې ده.
د دې ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼی ازادی راډیو ته وویل چې د جګړې له امله شاوخوا ۴۰۰ کورنیو خپل کورونه پریښی چې د نوموړی په وینا له دغو بېځایه شوېو کورنیو سره لومړنۍ مرستې شوی دی.
ښاغلی خوګیاڼی دا هم وویل چې په دې نښتو کې د ۱۴ وسلهوالو طالبانو او ۱۲ داعشیانو تر څنګ ۸ سیمهییز ملکی وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی.
په ورته وخت کې دفاع وزارت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش حملې تائیدوی خو وایی چې افغان ځواکونو یې په ضد عملیات پیل کړی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادی راډیو ته وویل،په پچیراګام، خوګیاڼو او د کابل په سروبی ولسوالیو کې د دښمن د ځپلو لپاره عملیات روان دی.
دی وایی:
«زموږ قطعات چې په سیمه کې فعالیت لری، د امکان تر بریده هڅه کوی چې دښمن په سیمه کې ناکام کړی او خلکو ته څه ډول چې امنیت و، راولی.»
د ولسی جرګې غړی له حکومته غواړی چې د داعش پر وړاندې پریکنده جګړه وکړی او اجازه ورنه کړی چې له داعش سره د جګړې لمن تر کابل راورسېږی.
Comments are closed.