گزارشگر:سه شنبه 9 عقرب 1396 - ۰۸ عقرب ۱۳۹۶
د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې د وسلهوالو طالبانو د مشرانو د شاملېدو پلوی نهدی.
د دغې شورا مرستیال حاجی عزیز الله دین محمد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۸» ازادی راډیو ته وویل، د حکومت په پرېکړه ډېره تبصره نهلری، خو هیلهیې څرګنده کړه چې د بندیزونو په لېست کې د طالب مشرانو تر شاملېدو دمخه دوی له دغې ډلې سره یوې نتیجې ته ورسېږی.
نوموړی وایی:
«د سولې عالی شورا د غړی په توګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې د نویو کسانو د ورشاملېدو پلوی نهیو، خو بیا هم دا د حکومت نظر دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر سره په لېدنه کې ویلی چې وسلهوال طالبان د افغان ملکیانو د وژنې عاملین دی او ملګری ملتونه باید د دې ډلې مشران د بندیزونو په لېست کې شامل کړی.
د حکومت یوې سرچینې د نوم نه اخېستلو په شرط ازادی راډیو ته ویلی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مشر غیرت عمروف اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی چې د هر هغه طالب مشر نوم به د بندیزونو لېست ته ور زیات شی چې افغان حکومت یې غواړی.
یو کال وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی هم له ملګرو ملتونو غوښتی و چې د ملا هبت الله نوم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل کړی.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت د بندیزونو ترڅنګ د سولې په خبرو اترو هم ټینګار کړی.
افغان حکومت بیا پهدې نظر دی چې د بندیزونو وضع کول کولی شی له یوې خوا وسلهوال طالبان کمزوری کړی او بلخوا د سولې د خبرو اترو زمینه هم برابره شی.
خو د افغانستان د مشرانو جرګې غړی له دې ډلې زلمی زابلی په دې برخه کې د حکومت په دوه ګونی چلند انتقاد کوی او دا یې ناکامی ګڼی.
ښاغلی زابلی وایی:
«د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د حکومت دوه ګونې پالیسی نا کامه ده، تر اوسه پورې، د سولې د خبرو اترو دروازه په بشپړه توګه تړلی نهده چې حکومت دا ډول اقدام کوی.»
ښاغلی زابلی دغه شان وویل، د حکومت دا پریکړه طالبانو او د هغو ملاتړو ته پلمه په لاس ورکوی چې جګړې ته دوام ورکړی.
نوموړی ټینګار کوی چې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د خبرو اترو لار تر ټولو غوره لاره ده.
Comments are closed.