صیاد وایی د راروانو انتخاباتو بهیر به د ملی امانت په توګه پرمخ ځی

گزارشگر:شنبه 13 عقرب 1396 - ۱۲ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې د راروانو انتخاباتو بهیر به د ملی امانت په توګه پرمخ بوځی.
دغه کمېسیون وایی، د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ښه ترسره کولو لپاره یې د سیاسی ګوندونو، مدنی ټولنو او د انتخاباتو د څارونکو ډلو له استازو او قومی مشرانو سره د سلا مشورو غونډې کړې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو یو شمېر څارونکی، مدنی فعالان او سیاسی ګوندونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر اجراتو شک څرګندوی او د کمېسیون غړی له حکومته د اوامرو په منلو او د وړتیا او تجربې په نه لرلو تورنوی.
د بلخ والی او د جمعیت اسلامی ګوند مشر عطا محمد نور هرات ته د خپل وروستی سفر پرمهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د له منځه تلو غوښتنه وکړه او د ولسی جرګې ځینو غړو هم ویلی چې د دې کمېسیون ظرفیت د منلو وړ نه دی، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادی راډیو ته وویل چې دوی به د انتخاباتو تخنیکی مدیریت د یوه ملی امانت په څېر پرمخ بوځی.
صیاد زیاته کړه چې سیاستوال باید انتخابات له حکومت سره د مخالفت وسیله ونه ګرځوی.
نوموړی وایی:
“هغه لوری او جهتونه چې د افغانستان له حکومت سره سیاسی مشکلات لری، موږ په وار وار ورته ویلی دی چې خپلې ستونزې دې له دولت او حکومت سره حل کړی او کمېسیون په دې ستونزو کې دخیل نه کړی، تر څو کمېسیون وکولای شی چې په مستقلانه ډول هغه ملی پروسه چې دنده یې ده، بې له تقلب څخه او داسې چې عدالت په کې خوندی وی، پرمخ بوځی.”
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د الکترونیکی تذکرو د ویش په مسئله کې ستونزې به، د راروانو انتخاباتو پر بهیر اغېز وکړی کنه، وویل چې دا ستونزه د رأی ورکولو په شرایطو د برابرو خلکو د نوم ثبتولو له بهیر سره کوم ارتباط نه لری.
ښاغلی صیاد زیاته کړه چې کمېسیون به د رأی ورکولو د شرایطو لرونکو کسانو نومونه له تقلب پرته د مدرنې ټکنالوژۍ په مرسته ثبت کړی.
ښاغلی صیاد وویل:
“موږ هېڅکله هم خپلې چارې د الکترونیکی تذکرو په ویش پورې نه دی تړلی، موږ ځانګړی ماشینونه هم غوره کړی او مشخصات مو د هغو کمپنیو ته ښودلی، خو هغه له الکترونیکی تذکرو سره ربط نه لری، ځکه د الکترونیکی تذکرو ویش یوه اوږده ملی پروسه ده چې کلونو ته اړتیا لری، څو په ټول افغانستان کې توزیع شی.”
په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته یوازې اته میاشتې پاتې دی او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رأی ورکولو د مرکزونو څېړنه هم پای ته رسېدلې، د امنیت ستونزه د دې انتخاباتو په وړاندې تر ټولو لویه اندېښنه ګڼل کېږی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار په خپل یوه وروستی راپور کې ویلی چې د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو په سلو کې نېږدې ۵۷ د افغان ځواکونو په لاس کې دی، په سلو کې ۱۳ سیمې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دی او په پاتې ۳۰ په سلو سیمو کې یې جګړه روانه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.