گزارشگر:سه شنبه 16 عقرب 1396 - ۱۵ عقرب ۱۳۹۶
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ په کندز ولایت کې د نومبر په څلورمه د هوایی حملې خبره تائید کړه، خو ویلی یې دی چې د ملکیانو د وژنې د ادعاوو په اړه څېړنه کوی.
د غوڅ ملاتړ ویاند تورن ټام ګریسبک پرون په یوه بیان کې ویلی چې د غوڅ ملاتړ مأموریت د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ټولو ادعاوو په اړه جدی پلټنې کوی او د اوسنۍ پېښې د لا زیاتې روښانتیا لپاره هم څېړنه پیل شوې ده.
د غوڅ ملاتړ په دې بیان کې راغلی چې د یادې پېښې په تړاو به زیات معلومات په مناسب ډول شریک کړی.
د افغانستان ملی دفاع وزارت هم ویلی چې پوځی قوماندانانو تهیې دنده ورکړې څو د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ملکیانو د مرګژوبلې د راپورونو څېړنه وکړی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۴» په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«دفاع وزارت د چهاردرې ولسوالۍ د پېښې په اړه چې ویل کېږی ملکیان وژل شوی د یوه پلاوی د ټاکلو امر کړی څو څېړنې وکړی.»
جنرال دولت وزیری مخکې ویلی و چې دفاع وزارت د کندز په چهاردره کې د ملکیانو مرګ ژوبله نهده تائید کړې.
افغان چارواکو ویلی چې د جمعې په ورځ په چهاردرې ولسوالۍ کې په هوایی حملو کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د کندز د والی ویاند نعمتالله تیموری ازادی راډیو ته وویل چې په چهاردرې ولسوالۍ کې له څلورو ورځو راهیسې پوځی عملیات پیل شوی چې پهکې د وسلهوالو طالبانو د ځینو قوماندانانو په شمول ۳۰ تنه وسلهوال وژل شوی دی.
تیموری دا هم وویل چې د بهرنیو ځواکونو په هوایی حمله کې هغه وخت یو ملکی ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول چې دا خلک د وسلهوالو طالبانو د مړو د انتقال لپاره سیمې ته ورغلی وو.
د کندز د ولایتی شورا غړی خوش محمد نصرت د جمعې ورځې په هوایی حمله کې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۱۴ تنه یادوی، خو د ولایتی شورا بل غړی سیفالله امیری بیا وژل شوی کسان ۲۲ تنه وایی.
د افغان او بهرنیو ځواکونو هوایی حملې د روان میلادی کال په ۹ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۵۲ په سلو کې زیاتې شوې دی.
روېټرز خبری اژانس د افغان مقاماتو له قوله راپور ورکړی چې پر طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو د افغان او امریکایی پوځیانو د هوایی حملو تر زیاتېدو وروسته دا ډلې ښارونو او هستوګن سیمو ته تللی او حملې یې زیاتې کړې دی.
Comments are closed.