په “ریکا ۷” ناسته کې د لاجوردو لارې د تفاهم‌لیک لاسلیک او افغانستان سره مرستې!

گزارشگر:دوشنبه 22 عقرب 1396 - ۲۱ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان لپاره د سیمه ییزو او اقتصادی همکاریو سازمان «ریکا» اوومه غونډه به د کابل لپاره له لاس ته راوړنو ډکه وی.
افغانستان د ریکا له اوومې ناستې نه د مهمو اقتصادی لاس ته راوړنو تمه لری او ویل کېږی چې په دغه ناسته کې به د لاجوردو لارې تفاهم لیک هم لاسلیک شی.
د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د دفتر د رئیس مرستیال محمد رشید محمدی د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۱» ازادی راډیو ته وویل، ترکمنستان چې د دغې غونډې کوربتوب کوی، هدف یې افغانستان ته د اقتصادی مرستو جلبول دی.
ښاغلی محمدی زیاتوی د ریکا اوومه ناسته د افغانستان لپاره مهمه او برخلیک ټاکونکې ده او د ښاغلی دانش ترڅنګ به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم په کې ګډون وکړی.
نوموړی زیاته کړه:
“ټاکل شوې په دغه ناسته کې له افغانستان سره د اقتصادی مرستو پر دوام بحث وشی او همدا شان به د لاجوردو د لارې توافق لیک هم لاسلیک شی.”
ښاغلی محمدی دغه شان زیاتوی د ریکا اوومه غونډه، د سیمې په کچه د افغان حکومت اقتصادی پروژو ته لومړیتوب ورکول دی، د نوموړی په وینا په دغو پروژو کې انرژی، سوداګرۍ، ترانزیټ، د ښځو اقتصادی پیاوړتیا، د زېربناو رغول او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان لاس رسی شامل دی.
د محمدی په خبره د دغې ناستې په څنډه کې به د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړی.
د ریکا شپږمه غونډه کې چې دوه کاله وړاندې په کابل کې جوړه شوې وه، د شااو خوا اتیا هېوادونو چارواکو، د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه.
په دغه غونډه کې له افغانستان سره د مرستو پر تمدید، د افغانستان د ثبات لپاره د سیمې د هېوادونو د هڅو پر ګړندیتوب او په جنوبی او مرکزی اسیا کې د افغانستان پر اقتصادی ادغام ټینګار شوی و.
دغه شان په دغه غونډه کې افغانستان خپلې اقتصادی ستونزې نړیوالو ته تشریح کړې وې چې اوس په اوومه ناسته کې له نړیوالو د زیاتو مرستو د تمه لری.
د عشق اباد د ریکا په اوومه ناسته کې به د شا او خوا ۳۰ هېوادونو د ا قتصاد او بهرنیو چارو وزیران او له ۲۰ څخه د زیاتو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو استازی ګډون وکړی.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون وایی، د ریکا اوومه غونډه د اقتصادی همکاریو د جلبولو لپاره افغانستان ته یو ښه فرصت دی.
نوموړی زیاته کړه:
“په اوسنیو شرایطو کې دا د افغانستان لپاره یوه لویه لاس ته اوړنه ده، ممکن مرسته کوونکی هېوادونه له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړی او هغه هېوادونه چې له افغانستان سره په شرایطو مرستو ته دوام ورکوی، افغانستان باید دغه شرایط بشپړ کړی چې زیاتې مرستې ترلاسه کړی.”
د افغان ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وایی، د ریکا په اوومه غونډه کې به د لاجوردو لارې تفاهم لیک هم لاسلیک شی، هغه لاره چې د افغان حکومت په وینا د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ دهلېز پرانیزی.
خو مېرمن یون د فساد پر وړاندې دمبارزې او د نړیوالو مرستو په لګولو کې پر شفافیت ټینګار کوی وایی، د ریکا د اوومې ناستې ګډونوال به هم پر همدې موضوع ټینګار کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.