ارزګان کې پاتې روغتیایی مرکزونه هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی

گزارشگر:دوشنبه 13 قوس 1396 - ۱۲ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د ارزګان د عامې روغتیا مسؤلین وایی چې په دغه ولایت کې خلاص روغتیایی مرکزونه هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.
که څه هم له دې وړاندې د ارزګان ولایتی ادارې ژمنه کړې وه چې په نېږدې راتلونکې کی به ټول روغتیایی مرکزونه د ناروغانو پرمخ خلاص کړی، خو وسله والو طالبانو د ولایت مقام څنګ ته د «ای.اېچ. ډی. اېس» افغان انکشافی او روغتیایی خدمتونو موسسه هم وتړله چې د مسؤلینو په خبره، ټول روغتیایی مرکزونه به ورسره فلج شی.
ځایی چارواکی یادې خبرې په داسې مهال کوی چې دغلته وسله والو طالبانو د «ای.اېچ. ډی. اېس» موسسې ته چې په دغه ولایت کې یې ټول روغتیایی مرکزونه تمویلول، د تړلو ګواښ کړی او له تېرو۱۰ ورځو راهیسې یې د دفتر دوازه تړلې او کارکوونکی یې ټول په تېښته بریالی شوی دی.
د ارزګان د عامې روغتیا ریاست مسؤلین اوس اندېښنه لری چې که دغه موسسه چې مالی سرچینه هم ورته ویل کېږی، فعالیت شروع نه کړی، نو پاتې روغتیایی مرکزونه به هم وتړل شی.
دوی وایی چې وسله والو طالبانو ځکه په دغه ولایت کې د «ای.اېچ. ډی. اېس»موسسی د فتر او روغتیایی مزکزونه تړلی چې د یادې موسسې مسؤلینو د دوی تر ولکې لاندی سیمو کې د یو شمېر روغتیایی مرکزونو د جوړولو ژمنې کړې وې، خو دغه ژمنې یې پوره نه کړې چې له امله یې وسله والو طالبانو د دغه دفتر د تړلو ګواښ وکړ.
د ارزګان د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل وایی:
«په ډېرې خواشنۍ سره باید ووایم چې په ارزګان ولایت کې به هغه پاتې روغتیایی مرکزونه هم وتړل شی، ځکه وسله والو طالبانو هغه د «ای.اېچ. ډی. اېس» په نامه غیر دولتی موسسه هم وتړله چې په دغه ولایت کې یې ټول روغتیایی مرکزونه تمویلول، که چېرې دغه موسسه فعالیت شروع نه کړی، نو زموږ پاتې روغتیایی مرکزونه به هم وتړل شی او ناروغان به مو خپل ژوند له لاسه ورکړی. «
ښاغلی میاخېل وایی، په دې برخه کې خپلې هڅې کړی او دغه ستونزې یې تر مرکزی ادارې پورې رسولی دی .
هڅه مو وکړه چې د یادې موسسې له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالی نشو.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې له تېرو شااوخوا دوه میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو ۵۰ روغتیایی مرکزونه په دې هدف تړلی چې روغتیایی مسؤلین دې د دوی غوښتنې ومنی، خو روغتیایی مسؤلین چې د وسله والو طالبانو دغه غوښتنی یې تر وس پورته خبره ده.
له دې سره بیا د دغه ولایت د ولایتی شورا مسؤلین له دولت څخه غوښتنه کوی چې هغه کسان دې عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپاری، کوم چې د وسله والو طالبانو په امر دفتر او یا روغتیایی مرکزونه تړلی وی.
د ولایتی شورا رئیس امیرخان بارکزی ازادی راډیو ته داسې وویل:
«زه له عدلی او قضایی ارګانونو غوښتنه کوم چې د «ای.اېچ. ډی. اېس» موسسې مسؤلینو څخه پوښتنه وکړی چې تاسو ولې د دولت بې مشورې په خپل سر ورسره ژمنې کولې او ولې مو خبرې ورسره کولې چې له هغوی سره کړې وعدې نشئ پوره کولای. «
که څه هم له دې وړاندې د ارزګان ولس په وار وار چېغې او نارې وهلې چې روغتیایی مرکزونه دې ورته خلاص شی، ولې ښکېلو غاړو تر اوسه غوږ هم نه دی پرې ګرولای، خو یو وار بیا غوښتنه کوی چې روغتیایی مرکزونه ورته خلاص شی.

د دوی له ډلې یو هم محمد نسیم او بل هم عالی جان دی چې د ارزګان د خاص ارزګان او چورې ولسوالېو څخه یې د دغه ولایت ولایتی روغتون ته یې ناروغان راوړی وو، وایی چې په سیمه کې له تېرو شااوخوا دوه میاشتو راهیسې روغتیایی مرکزونه تړلی دی او په خبره یې چې اوس له ولسوالۍ څخه تر روغتونه یوازې د ناروغانو پر رارسولو تر لسو زرو افغانیو زیات مصرف راځی.
دغه جګړه ځپلی وایی، که څه هم دغه مقدار پیسې مصرفوی، خو اوس په ولایتی روغتون کې هم ډاکټران راته وایی چې زموږ درمل خلاص شوی او په ښار کې یې له درملتونونو واخله، خو په خبره یې چې موږ یې د رانیولو توان نه لرو.
دوی ازادی راډیو ته وویل:
«محمد نسیم یم، ما دغه ناروغ له خاص ارزګان ولسوالۍ څخه راوړی، زموږ په ولسوالۍ له ډېرې مودې راهیسې کلنیکونه تړلی دی او خلک اوس خپل ناروغان ولایتی روغتون راوړی. «
«عالی جان نومېږم، ما دغه ناروغ د چورې ولسوالۍ له اختر کلی څخه راوړی دی، د چورې د ناروغۍ عملیات یې کړی، زموږ لارې تړلی دی، موټر مې دربس کړی او دغه ناروغ مې دلته راوستی، زموږ په سیمه کې زیات شمېر نور داسې ناروغان دی چې اقتصاد یې ضعیف دی او روغتون ته نشی راتلای او هلته د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی. «
دا په داسی حال کې ده چې د روغتیایی مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت ولایتی روغتون ته هم یو ځل بیا وسله والو طالبانو د تړلو ګواښ کړی چې اوس خدمات په نشت حساب دی او یوازې دروازه یې خلاصه ده.
خو له دې ټولو سره سره د ارزګان ولایتی اداره بیا دا بوج په ارزګان ولایت کې د عامی روغتیا ریاست د ځایی ادارې پر مسؤلینو غورځوی او وایی چې هغوی ته به لارښونه وکړی چې دا ستونزې حل کړی.
د ارزګان مرستیال والی عبدالواحد پټان ازادی راډیو ته داسې وویل:
«موږ څو ورځی مخکی د عامې روغتیا رئیس د دې ستونزې د حل په هدف مرکز ته استولی چې د عامې روغتیا وزیر صیب ته زموږ پیغام ورسوی او ورته وایی چې په ارزګان ولایت کې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدی، خو مرکزی ادارې له موږ سره ژمنې کړی. «
وسله والو طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو له دې وړاندې یې ویلی وو چې دغلته ځکه روغتیایی مرکزونه تړلی چې د دوی په خبره، تش په نوم یې خلکو ته روغتیایی خدمات وړاندې کول او دغه راز یې ویلی، ترڅو چې دوی زموږ له غوښتنې سره سم خلکو ته خدمات وړاندې نه کړی، ترهغه به روغتیایی مرکزونه تړلی وی.
دا په داسی حال کې ده چې په دغه ولایت کې نه یوازې روغتیایی مرکزونه تړلی دی، بلکې سلګونه ښوونځی، مخابراتی شبکې او له ولسوالېو سره ټولې مواصلاتی لارې له تېرشااوخوا یونیم کال راهیسې تړلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.