گزارشگر:چهار شنبه 15 قوس 1396 - ۱۴ قوس ۱۳۹۶
ملګری ملتونه وایی چې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې به درې میلیونه او درې لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لری.
په هغه راپور کې چې پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ملګرو ملتونو خپور کړ ویل شوی چې په افغانستان کې د جګړې له امله کورنی بېځایه شوی او له ایران او پاکستانه ستنېدونکی افغانان مرستو ته ډېره اړتیا لری.
ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې یوازې په اکټوبر کې د وسلهوالو طالبانو د جګړې له امله ۳۶۰ زره کسان بېکوره شوی دی.
لږ تر لږه نهه لکه افغانان د جګړې له امله بېکوره شوی.
د راپور په حواله، لږ تر لږه ۵۶۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه سږ کال خپل هېواد ته ستانه شوی چې په افغانستان کې د بېړنیو مرستو لپاره اړتیا یې لا زیاته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلی چې لږ تر لږه نهه لکه افغانان چې د جګړې له امله بېکوره شوی، په ناوړه وضعیت کې په کمپونو کې اوسی.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ «یو. اېن، اېچ، سی، ار» د افغانستان د چارو مشرې، فتیحه عبدالله تېره اوونۍ د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
فتیحه عبدالله زیاته کړه:
««یو، اېن، اېچ، سی، ار» خیمې او د نورو موادو مرستې کوی، خو په دې برخه کې نړیوالې مرستې هم مهمې دی. موږ د افغانستان له حکومت سره مرستو ته متعهد یو او له نورو مرسته کوونکو ادارو مننه کوم.»
ملګری ملتونه وایی، ۴۰ فیصده کوچنیان د ودې لپاره لازم شرایط نهلری او په افغانستان کې د داسې ناروغیو له امله چې درملنهیې په اسانۍ ممکنه ده، د کوچنیانو د مړینې شمېره د نړۍ په کچه ډېره لوړه ده.
د ملګرو ملتونو د راپور په حواله، په افغانستان کې د روان میلادی کال په لومړیو نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۸۰ کوچنیان د جګړې له امله وژل شوی او ۶۰ فیصده کوچنیان له روانې ناکرارۍ ځورېدلی، ځکه د کورنیو غړی یې وژل شوی یا په دوامدار ډول په وېره کې اوسی.
د ملګرو ملتونو په اټکل، د افغانستان د ۳۴ نیم میلیونه وګړو ۳۹ فیصده د فقر د کرښې لاندې ژوند کوی، ۱۰ میلیونه افغانان ابتدایی روغتیایی خدمات نهلری او نږدې دوه میلیونه افغانان په داسې سخت فقر کې چې حتی د خوراک لپاره څه نهشی موندلای، اوسی.
ملګرو ملتونو په خپله کلنۍ څېړنه کې چې سږ دوبی خپره شوه، افغانستان د هغو هېوادونو له ګڼې واېست چې جګړه پهکې پای ته رسېدلې او د هغو هېوادونو په کتار کې یې شامل کړ چې جګړه پهکې روانه ده.
ملګری ملتونه وایی، د افغانستان د وګړو تر نیمایی زیاته برخه چې ښایی ۱۴ میلیونه وګړی وی، په هغو ولسوالیو کې اوسېږی چې وسلهوالې نښتې پهکې روانې دی او امنیتیې خراب دی.
Comments are closed.