گزارشگر:چهار شنبه 22 قوس 1396 - ۲۱ قوس ۱۳۹۶
د ارزګان ولایتی شورا وایی، اوس هم په دغه ولایت کې ځینی پولیس په وسلهوالو مخالفینو وسلې او مرمۍ پلوری.
د دې ولایت د ولایتی شورا رئیس وایی، په دغه ولایت کې د کمزوری امنیتی مدیریت له امله اوس هم پر وسلهوالو مخالفینو وسلې او مهمات پلورل کېږی.
امیر محمد بارکزی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» ازادی راډیو ته وویل حکومت باید د دغه کار مخنیوی وکړی.
دی وایی:
«اوس هم پر وسلهوالو طالبانو باندې د وسلو او مهماتو پلورل روان دی، خو دا چې ویل کېږی پوستې پلورل شوی داسې څه نهدی شوی.»
ښاغلی بارکزی وایی، دې چارو د ارزګان ولایت په امنیتی وضعیت ناوړه اغېز کړی او وسلهوالو مخالفینو د ولسوالیو ټولې لارې تړلی او تر ترینکوټ پورې رسېدلی دی.
خو نوموړی پر وسلهوالو مخالفینو د امنیتی پوستو د خرڅلاو د مسلې په تړاو، د اسنادو او شواهدو د نهموجودیت له امله څه نهوایی.
د ازادی راډیو خبریال وایی هڅهیې کړې چې په دې اړه د ارزګان د سیمهییزو چارواکو نظر هم واخلی، خو بریالی نهشو.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې په ارزګان ولایت کې د څلورمې لوا قوماندان رحمتشاه قیمتی رسنیو ته ویلی چې د پولیسو په لیکو کې ځینو نااهلو کسانو نفوذ کړی او امنیتی پوستې په وسلهوالو مخالفینو پلوری.
د ارزګان د والی مرستیال عبدالواحد پټان رسنیو ته ویلی، هغه قوماندانان چې د عملیاتی کنډکونو په سر کې دی، تر ډېره قومی مخور دی چې لیرې کولیې اسانه کار نهدی او داسې هم شوی چې د غبرګون په صورت کې یې د دولت وسله د دولت پر ضد کارولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا ردوی وایی، هر څوک چې په دې برخه کې اسناد لری، له دوی سره دې شریک کړی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی ازادی راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت دغه موضوع جدی نیسی.
دی وایی:
«له ولایتی شورا او مسؤلینو څخه زموږ غوښته دا ده، که له دوی سره داسې اسناد وی چې دغه موضوع اثبات کړی، هغه دې د کورنیو چارو د وزارت له کشفی او استخباراتی مسؤلینو سره شریک کړی، څو موږ وکولای شو په دې برخه کې جدی اقدامات وکړو. دغه موضوع موږ ته جدی ده.»
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم وایی، په دې اړه پلټنې روانې دی او که دا ادعا ثابته شوه له سرغړونکو سره به قانونی چلند وشی.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیری په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«زموږ کشف، استخبارات، تفتیش او ټول حقوقی او قضایی ارګانونه په دې اړه دوامداره کار کوی. که داسې څه پیدا کړی، سرغړونکی به د قانون منګولو ته وسپاری.»
دا لومړی ځل نهدی چې په ارزګان ولایت کې د ځینو دولتی چارواکو لهخوا په وسلهوالو مخالفینو د وسلو او مهماتو د پلورلو ادعا کېږی، خو په نوموړی ولایت کې د پوستو د خرڅلاو په اړه راپورونو تازه دی.
د ارزګان د ولایتی شورا غړی وایی، که په خپل وخت د دغو ناسمو، هېواد ضد کړنو او وضعیت مخه ونهنیول شی، وروسته کې به بیا اوبه له ورخه تېرې او مخنیوی بهیې هم ډېر ستونزمن وی.
Comments are closed.