مجاهد: د کابل پولیسو په ۵ ورځو کې د نېږدې زرو موټرو تورې ښیښې سپینې کړی

گزارشگر:دوشنبه 27 قوس 1396 - ۲۶ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د کابل پولیسو په تېرو پنځو ورځو کې د نېږدې زرو موټرو له ښیښو تور فلمونه لېرې کړی دی.
که څه هم د افغانستان د ولسی جرګې یوشمېر غړی د غیر قانونی وسلو او بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد د پولیسو له دغه کمپاین سره مخالفت کړی، خو د کابل امنیې قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې د بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځولو مخه به ونیسی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶ مه» ازادی راډیو ته وویل، د دغه کمپاین له پیله پنځه ورځې تېرېږی، خو دوی په دغې موده کې توانېدلې چې له ۸۰۰ ډېرو موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک او دغه شان په دغه جریان کې ۱۶ غیر مسؤل وسله وال کسان هم ونیسی.
د نوموړی په خبره، د ملی شورا او ولایتی شوراګانو یوشمېر غړو له دغه کمپاینه ملاتړ کړی او هېله مند دی چې ټول دولتی چارواکی او د ولسی جرګې غړی له دغه پروګرامه ملاتړ وکړی.
ښاغلی مجاهد وایی:
« موږ ژمن یوو چې له قانون سره سم دغه بهیر پرمخ یوسو او موږ له وکیلانو غوښتنه کوو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاری وکړی، ترڅو دا بهیر په بریالیتوب سره مخ ته ولاړ شی، دغه کمپاین به ترهغې دوام وکړی چې په کابل کې د غیر قانونی وسلو او بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو ستونزه هواره شی.»
د ښاغلی مجاهد په وینا، په تېرو پنځو ورځو کې نېږدې ۵۰ عادی او د مرمۍ ضد هغه موټر چې قانونی اسناد یې نه لرل، درول شوی دی.
خو نوموړی دا ونه ویل چې نیول شوی وسله وال کسان او درول شوی موټر په چا پورې تړاو لری.
دغه کمپاین پنځه ورځې وړاندې په کابل ښار کې د غیر قانونی وسلو او بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد پیل شو.
د دغه کمپاین له پیل وروسته، د ولسی جرګې د اداری پلاوی په ګډون، د دغې جرګې یوشمېر غړو له یاد کمپاین مخالفت وکړ او ویې ویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې د ملی شورا ځینو غړو ته سپکاوی شوی دی.
خو د ولسی جرګې غړی رمضان بشر دوست د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په درنو وسلو سمبال په تورو ښیښو لرونکو موټرو کې په ګرځېدو سره د امنیتی ګواښوانو مخه نه نېول کېږی.
د نوموړی په وینا، بې اسنادو او د تور ښیښو لرونکو موټرو تر ډېره ترورېستی پېښو او نا امنیو ته زمینه برابره کړې ده.
ښاغلی بشردوست وویل:
« په داسې موټرو کې کېدای شی یو وکیل، وزیر او یا هم کېدای شی، یو غل یا قاچاقبر وی، تاسې شاهدان یاست چې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو پخوانی معین ولسی جرګه کې ویلی وو چې یوشمېر وکیلان د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لری.»
د ښاغلی بشردوست په وینا، د کورنیو چارو وزارت د کمپاین له پیل سره سره بیا هم د ملی شورا یوشمېر غړی، دولتی چارواکی او جهادی مشران له بې اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو استفاده کوی.
خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وایی، له استثنا پرته د تورو ښیښو لرونکو موټرو د ښیښو فلمونه پاکېږی او دغه شان بې اسناده موټر او بې جوازه وسلې به هم راټولې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.