د جرمنی دفاع وزیره: له افغانستانه نړیوال ځواکونه ډېر په بېړه ووتل

گزارشگر:چهار شنبه 29 قوس 1396 - ۲۸ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د جرمنی دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین»Ursula von der Leyen» په مزارشریف کې دېره له جرمنی ځواکونو څخه د کتنې په مهال وویل چې نړیوال ځواکونه په وروستیو کلونو کې په ډېره بیړه له افغانستانه ووتل او هغه هم په داسې وخت کې چې موږ ټول په دې پوه و چې د دې هېواد امنیتی وضعیت خراب دی.
د جرمنې دفاع وزیرې په عین حال کې وویل چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله مرستو ته ژمن دی.
مېرمن در لاین له ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو محارب ماموریت پای ته ورسېد، په دې هېواد کې په چټکۍ د نړیوالو ځواکونو د شمېر پر کمېدو انتقاد وکړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه اوس په دې پوه شوې چې ورته په‎کار ده چې له ډېر صبره کار واخلی.
هغې زیاته کړه، دا یې نه‎دی هېر کړی چې هغه وخت چې موږ د «ISAF» په چوکاټ کې په ډېره بېړه او زیاته پیمانه د سرتېرو شمېر کم کړ، ټول په دې پوه و چې د افغانستان امنیتی وضعیت خطرناک دی.
د جرمنی دفاع وزیرې وویل، افغانان تر اوسه د نړیوالو ځواکونو ملاتړ، مشورې او روزنې ته اړتیا لری او زیاته یې کړه چې تر اوسه ډېر څه شته چې باید ترسره شی. خو دا په دې ډاډه ده چې په دې هېواد کې د دوی ماموریت پرسم لوری مخ ته ځی.
د جرمنی دفاع وزیرې وویل، افغانستان به موږ تر یوې اوږدې مودې پورې بوخت وساتی چې موږ ته هم په‎کار ده له ډېر زغمه کار واخلو.
په اوس وخت کې په افغانستان کې چې یو وخت د نړیوالو مرستندویه ځواکونو یا «ISAF» د ماموریت په چوکاټ کې د سرتېرو شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره تنو ته رسېده اوس په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۷ زره تنه دی. ډېرې برخه یې هم امریکایی سرتېری دی.
افغانستان به موږ تر یوې اوږدې مودې پورې بوخت وساتی .
امریکایی چارواکو په افغانستان کې د پوځی هڅو د پراختیا لپاره د واشنګټن د نوې اعلان شوې ستراتیژۍ په ترڅ کې د جرمنی په ګډون د ناټو له نورو متحدینو هم غوښتی چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړی.
خو دوی تمه نه‎کوی چې جرمنی به د نوی حکومت تر جوړېدو مخکې په دې اړه کومه پریکړه وکړی.
د جرمنی پارلمان تېره اوونۍ په افغانستان کې د جرمنی پوځیانو ماموریت د درېیو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ، ترڅو نوی جوړېدونکی حکومت یې وروسته د اوږد مهاله غځېدو په اړه غور وکړی.
په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د جرمنی شاوخوا ۹۸۰ پوځیان په دې هېواد کې خدمت کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.