ولسمشرۍ ماڼۍ: د قطر دفتر به یوازې د مذاکرو لپاره وی

- ۰۵ جدی ۱۳۹۱

یادونه: تېره ورځ ماندګار ورځپاڼې د ولسمشر د ویاند ایمل فیضی له قوله لیکلی ول، چې د ترکمنستان غونډه تر شا پټې او استخباراتی اجنډاوې لری، چې ورته خلک په تفرقه انداز ډول غوښتل کېږی؛ خو د ولسمشر ویاند ایمل فیضی تېره ورځ له ماندګار ورځپاڼې سره په اړیکه کې وویل، چې د ده خبرې په عمومی ډول وې او هدف مې د ترکمنستان غونډه نه وه.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستې په اړه به د قطر له چارواکیو سره خبرې وکړی او یوه تفاهم پاڼه به ورسره لاسلیک کړی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، قطر ته د بهرنیو چارو د وزیر زلمی رسول د سفر پرمهال موافقه شوې وه، چې افغانستان او قطر باید د دې دفتر د پرانستې په اړه مذاکرات وکړی.
هغه وویل، همدارنګه په دې برخه کې به یوه تفاهم نامه هم لاسلیک شی، چې د دفتر جوړېدل، څرنګوالی او په دې دفتر کې د طالب استازو ځای پر ځای کېدل، ټول په کې شامل شی او کله چې دغه ټول مسایل په تفاهم نامه کې ځای او دواړه هېوادونه یې لاسلیک کړی؛ نو هغه مهال به دفتر پرانستل شی.
نوموړی زیاته کړه، چې د افغانستان او قطر تر منځ دغه ډول موافقه شوې خو زیاتوی چې د افغانستان شرایط داسې دی، چې کېدای شی هره شېبه یو اتفاق پرېوځی او دغه ټولې وړاندوینې معکوس شی.
د ښاغلی فیضی په خبره، د بهرنیو چارو وزارت اوس په دې کار کوی، چې د افغانستان شرطونه او دریځ نیونه روښانه او له قطر سره پرې خبرې پیل کړی.
نوموړی وایی، د افغان حکومت یو شرط دا دی، چې دغه دفتر ته د طالبانو استازی باید د طالبانو اصلی استازی وی او د طالبانو د رهبرۍ له لوری د معتبرو او منلو وړ اسنادو له مخې معرفی شی.
هغه وایی، په دې کار سره د دې مخه ونیول شی، چې یوشمېر کسان ځان د طالبانو استازی نوموی؛ خو کېدای شی سبا نور خلک بیا ځان د طالبانو استازی وبولی.
د ولسمشر ویاند زیاتوی، د طالبانو په نامه د ځانمرګو بریدونو په اړه چې د سولې د عالی شورا مشر استاد ربانی یې وواژه او د ملی امنیت رییس یې ټپی کړ، دغه مسایل به هم جدی ونیول شی او په دې کې به ورته پوره پاملرنه وشی.
نوموړی وایی، چې دغه دفتر به د افغانستان د سولې په اړه د مذاکرو دفتر وی، چې یوازې به د افغان حکومت وسله والو مخالفانو او حکومت تر منځ د خبرو اترو په اړه به ورنه ګټه پورته کېږی.
د ایمل فیضی په خبره، چې د سولې په خبرو کې اوس هم د پاکستان رول او ونډه کلیدی ده او پاکستان په دې وروستیو کې د سولې په برخه کې نېک نیت ښودلی او یو څه ګامونه یې اخیستی دی.
د ولسمشر ویاند وایی، باید انتظار و ایستل شی چې پاکستان په دې برخه کې نور څه کوی؛ خو د دې پوښتنې په ځواب کې د قطر له پروسې به هم ملاتړ وکړی کنه وویل، چې په دې اړه ښه ده د پاکستان له سفیره وپوښتل شی.
ښاغلی ایمل فیضی وویل، چې دوی د ملګرو ملتونو له لوری په ترکمنستان کې له جوړېدونکې غونډې سره موافق نه دی.
هغه زیاته کړه، له ټولو هغو ناستو او غونډو ملاتړ او هرکلی کوی، چې په رښتینی ډول د سولې لپاره هڅې کوی؛ خو دا چې په عمومی ډول دغسې غونډې چې تر شا پټې موخې، اجنډاوې، سیاسی او استخباراتی لاسونه ولری او صادقانه نه وی او هدف یې په افغانستان کې د واقعی سولې راوستل نه وی، دوی ورسره موافق نه دی.
د ولسمشر ویاند وایی، هر افغان سوله غواړی؛ خو وایی چې کله کله له سولې څخه سؤ استفاده هم کېږی.
هغه وایی، یو مهال یوه غونډه پیلېږی ټول خلک فکر کوی، چې د سولې په اړه په کې خلک راټول شوی او خبرې کوی، خو هغوی یې تش له نامه استفاده کوی.
ایمل فیضی وایی، دوی غواړی چې د سولې په اړه ناستې او خبرې په افغانستان کې تر سره شی، ځکه افغانستان اوس د لسو کالو د پخوا په شان نه دی، چې دولت نه لری، نهادونه، ملی شورا، مدنی ټولنې، سیاسی ګوندونه او رسنۍ نه لری او په اړه یې ټولې غونډې باید په بهر کې تر سره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.