د کورنیو چارو وزارت: د کابـل د پنجشنبه ماښـام د بریـد د قـربانیانو شمېـر لوړ شـوی

گزارشگر:شنبه 16 جدی 1396 - ۱۵ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې د کابل د پنجشنبه ماښام د برید د قربانیانو شمېر لوړ شوی دی.
امنیتی چارواکی وایی، د کابل ښار د مکروریانو د بنایی په سېمه کې د تېرې شپې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه سېمه کې د الکولو او مخدره توکو د یو شمېر پلورنځیو د تړلو هڅه وکړه.
د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی د جمعې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۵ مه» خبری کنفرانس ته وویل، د دغه ځانوژونکی برید له امله ۱۳ پولیس وژل شوی ۱۶ ټپیان او دوه ملکی وګړی هم په ټپیانو کې شامل دی.
ښاغلی رحیمی وویل:
«کومه انتحاری حمله چې تېره شپه وشوه، په هغې کې زموږ ۱۳ پولیس وژل شوی او ۱۶ پولیس او دوه ملکی وګړی ټپیان شوې دی.»
د کابل امنیه قوماندان سالم احساس بیا په دغه خبری غونډه کې وویل، د کابل پولیسو د اعتراض سیمې ته غځېدلې درې لارې تړلې وې او ځانمرګی بریدګر د اعتراض کوونکو له لورې سیمې ته ننوتلی او د بلوا ضد پولیس یې چې بې وسلې وو، په نښه کړی دی.
د داعش وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او ویلی یې دی چې په دې برید کې د ۸۰ په شااوخوا کې پولیسو یې ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نېږدې یوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې پر یوه کولتوری او رسنیز مرکز ځانمرګی برید وشو چې له امله یې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د ځینیو راپورنو له مخې، تر دې مخکې په ۲۰۱۷ میلادی کال په کابل کې تر ۲۰ زیات خونړی بریدونه شوی چې تر ۵۰۰ زیات کسان په کې وژل شوی او سلګونه نور په کې ټپیان شوی چې د وروستیو ډېرو حملو مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.
د ولسی جرګې یو شمېر غړی هم د داعش ډلې د فعالیتونو له پراختیا اندېښنه څرګندوی.
د دغې جرګې د کورنی امنیت کمېسیون منشی محمد نواب منګل په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«زما په اند، که چېرې په افغانستان کې د داعش د پرمختګ مخه ونه نېول شی، راتلونکی کې به د دې ډلې د کنټرول کولو امکانات نه وی، نو هېله دا ده چې دا ډله وځپل شی.»
په کابل کې د تېرې شپې ځان وژوونکې حمله د افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او پخوانی ولسمشر حامد کرزی له لورې په سختو ټکو غندل شوې او ولسمشر محمد اشرف غنی د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.