ناټـــــــو: طالبان دې یا سوله وکړی، یا دې مرګ ته ځان تیار کړی

- ۰۷ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکی وایی، له افغان حکومت سره پر دې کار کوی چې وسله وال طالبان یا د سولې خبرو ته حاضر کړی، یا یې د جګړې په ډګر کې له منځه یوسی.
دا خبردارى په داسې حال کې ورکول کېږی چې وسله والو طالبانو په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د هغې حملې مسؤلیت اخیستى چې په پلازمېنه کابل کې د ٢٠١٨میلادی کال تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.
په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند تورن توماس ګرسبَک پرون له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل:
«د یوه روښانه راتلونکی او د افغانستان د خوندیتوب لپاره د امریکا متحده ایالتونه او ناټو د افغانو تر څنګ ولاړ دی، موږ درسره یوو او یوازې مو نه پرېږدو، له وسله والو طالبانو غواړو چې پخلاینې ته حاضر شی، موږ دلته د اشغالګرو په حیث نه یوو راغلی، دا د طالبانو تبلیغات دی، موږ دلته د افغان حکومت تر څنګ یوو، له حکومت سره له نېږدې کار کوو چې وسله وال طالبان پخلاینې ته حاضر شی، یا دې د جګړې په ډګر کې مړه شی.»
د دغو خبرداریو او توندو څرګندونو تر څنګ د دولت له عمده مخالفې ډلې یعنې وسله والو طالبانو سره د سولې امکان څومره دى؟
د سولې عالی شورا ویاند وایی، افغان حکومت توانېدلى چې د سولې او پخلاینې په مسئله کې د سیمې او نړۍ په سطحه یوه اجماع جوړه کړی.
امین الدین مظفری ازادی راډیو ته وویل، دوى هیله من دی چې د سولې په برخه کې هڅې ډېر ژر یوې نتیجې ته ورسېږی.
ښاغلی مظفری زیاته کړه:
«هغسې چې د افغانستان جنګ یوازې ملی بُعد نه لری، بلکې سیمه ییز او نړیوال اړخ هم لری، اوس چې د سولې لپاره د سیمې او نړۍ په سطحه کومې هڅې پیل شوی، ډېرې هیله بښونکې دی چې په مرسته یې که خداى کول، د سولې هڅې او پروسه د بریا خوا ته لاړه شی.»
د افغانستان د سولې او ناامنیو په مسئله کې وخت ناوخت د پاکستان یادونه کېږی.
افغان حکومت په وار وار تور لګولى چې په افغانستان کې په ګڼو بریدونو کې هغه وسله وال لاس لری چې په پاکستان کې خوندی مرکزونه لری.
وروسته له هغه چې طالبانو په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د برید مسؤلیت ومانه، امریکا له پاکستانه وغوښتل چې پر خپله خاوره دې طالب مشران ونیسی.
پر پاکستان وروسته له هغې فشارونه زیات شول چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوی میلادی کال په اوله ورځ په ټوېټر کې ولیکل چې پاکستان موږ ته له درواغو او خطا ایستلو پرته بل څه نه دی راکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.