د عامې روغتیا وزارت د «روتا» په نوم د اسهال یو نوی واکسین معرفی کړ

گزارشگر:یک شنبه 8 دلو 1396 - ۰۷ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روتا اسهال واکسین د واکسناسیون په ملی پروګرام کې شامل کړ او د لومړی ځل لپاره یې په ټول هېواد کې تطبیقوی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، هر کال له پنځو کلونو د کم عمر شااوخوا یو میلیون افغان ماشومان په نس ناستی یا اسهال اخته کېږی چې له دې شمېرې ۳۰ سلنه مړه کېږی.
د یاد وزارت چارواکو د شنبې په ورځ په کابل کې په اسهال د اخته ماشومانو د مړینې د راکمولو په هدف دغه نوی واکسین معرفی کړ.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې دا نوی واکسین خوار مهم وباله او له کورنیو یې وغوښتل چې د روتا اسهال د مکروب په وړاندې خپل ماشومان په روغتیایی مرکزونو کې واکسین کړی.
ښاغلی فیروز وویل:
«دا ویروس تداوی نه لری او ورته دوا هم نشته، له همدې امله دا ویروس د ماشومانو د مړینې لامل ګرځی، د عامې روغتیا وزارت د خپلو نړیوالو شریکانو په همکارۍ دا پرېکړه وکړه چې د دغه وایروس لپاره کوم چې د پنځه کلونو نه د کم عمره ماشومانو د مړینې لامل کېږی دا واکسین معرفی کړی، د روتا واکسین نوم لری او د پنځو کلونو نه د کم عمره ماشومانو لپاره دی.»
ښاغلی فیروز وایی، د روتا واکسین سر له نن څخه په ټولو دولتی او خصوصی روغتیایی مرکزونو کې موندل کېږی او ماشومانو ته د خولې له لارې ورکول کېږی.
د عامې روغتیا وزارت وایی، د روتا واکسین دوه ځلې تطبیقېږی او هېڅ جانبی عوارض هم نه لری.
یاد وزارت وایی، د روتا واکسین هر دوز دوه ډالره قیمت لری او لګښت یې د واکسین د نړیوالې ټولنې یا «ګاوی» له خوا ورکول کېږی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسهال ناروغی د روتا میکروب د وسایلو، خوراکی موادو او د روتا په ویروس له ککړو اوبو ماشومانو ته انتقالېږی.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د کتلوی مافیت د ملی پروګرام په چوکاټ کې د ۹ بېلابېلو وژونکو ناروغیو په وړاندې چې د ماشومتوب په دوران کې پیښېږی ۱۲ ډوله واکسینه معرفی کړی دی.
په دغو نارغیو کې نری رنځ یا توبرکلوز، د ماشومانو کوزڼ، دیفتری، تور ټوخی، تیتانوس، تور زیړی، د بی ټایپ انفلونزا، سینه بغل او شری شامل دی.
د روتا اسهال د واکسین د معرفۍ په مراسم کې چې د عامې روغتیا په وزارت کې جوړ شوی وو، د روغتیا نړیوال سازمان او یونسېف چارواکو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رئیس ریچارډ ریک وویل چې ټولو افغان ماشومانو ته دې پام وشی او دغه واکسین دې ورته تطبیق شی.
نوموړی زیاته کړه:
«موږ باید د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ځانګړی پام وکړو، نه یوازې په ښارونو کې، بلکې په لرو پرتو سیمو کې هم باید ستونزې هوارې شی، موږ باید د پالېسۍ له پلې کېدو با خبره شو، تر اوسه هم افغان ماشومان په اسهال مری، په داسې حال کې چې واکسین کولای شی، ژوند یې وژغوری.»
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د ترسره شویو سروې ګانو له مخې، له یو کال د ښکته ماشومانو په سلو کې ۵۵ اسهالاتو کې ۳۶ فیصده مړینه د روتا ویروس له کبله ده.
په نړۍ کې هر کال د دغه وژونکی ویروس له امله له څلورنیم لکو تر پنځو لکو پورې ماشومان مړه کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.