د افغانستان د سولې په اړه د اندونیزیا د همکارۍ په اړه نظرونه

گزارشگر:چهار شنبه 11 دلو 1396 - ۱۰ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال که څه هم افغانستان ته د اندونیزیا د ولسمشر سفر د ښې حکومتوالۍ، اقتصادی پرمختګ او ډموکراسۍ په ټینګښت کې ګټور بولی، خو د سولې په برخه کې ورته د شک په سترګه ګوری.
محمد علم ایزدیار د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، لا هم روښانه نه‎ده چې اندونیزیا کولای شی په ترهګرو ډلو لازم فشار راوړی او کنه؟
دی وایی:
«تر اوسه روښانه نه‎ده چې دوی «اندونیزیا» په وسله‎والو ګروپونو، طالبانو او ترورېستی ډلو لازم فشار راوړلی او دوی د سولې خبرو ته چمتو کولای شی که نه؟ بله مسئله دا چې ایا اندونیزیا، پاکستان یا نور هغه هېوادونه چې له ترورېستانو سره اړیکې لری چمتو کولای شی چې د افغانستان په قضیه کې ګټور او هر اړخیز بحث وکړی که نه؟»
ښاغلی ایزدیار سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار پر پاکستان د فشارونو زیاتېدل بولی او وایی، نړیواله ټولنه باید پر پاکستان خپل فشارونه نور هم زیات کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په یو رسمی سفر افغانستان ته راغی او له ولسمشر غنی سره‌یې تر کتنې وروسته یوې ګډې خبری ناستې ته وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د سولې د راوستو په برخه کې مرسته وکړی.
د اندونیزیا ولسمشر دا هم وویل چې هېواد به‌یې پر سولې سربېره له افغانستان سره په اقتصادی، سوداګریزو، زېربنایی چارو او نورو بېلابېلو برخو کې هم مرسته او همکاری وکړی.
د اندونیزیا ولسمشر له دې وړاندې پاکستان ته تللی و او له خپل پاکستانی سیال ممنون حسین سره‌یې د کتنې پر مهال د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دینی عالمانو د یوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړى و.
د امریکا او افغان حکومت تازه څرګندونې جګړه اوږدوی.
په ورته وخت کې د افغانستان د علماوو شورا رئیس قیام‌الدین کشاف د سې شنبې په ورځ په یوه خبری ناسته کې د افغان سولې په برخه کې د اندونیزیا د ولسمشر د څرګندونو هرکلی وکړ او درې واړو هېوادونو د عالمانو د ګډې کمېټې جوړول مثبت ګام یاد کړ.
د سیاسی چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم د سولې په برخه کې افغانستان ته د اندونیزیا د ولسمشر سفر له اهمیته ډک بولی او وایی، د افغانستان د ستونزو د هواری په برخه کې د یاد هېواد رول مهم دی.
له ډلې یې فیض محمد ځلاند ازادی راډیو ته وویل:
«اندونیزیا د خپل معاصر تاریخ د کورنیو جګړو د تاوتریخوالی، ډېره اوږده مخینه لری او په دې برخه کې یې ډېرې بریالۍ هڅې کړې دی. دوهم دا چې اندونیزیا د یو مسلمان هېواد په توګه د خپل پاک نیت له مخې هم کولای شی، په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوی.»
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، وسله‎والو طالبانو د سولې د خبرو اترو فرصت له لاسه ورکړی او تر دې وروسته به سوله د جګړې له لارې ترلاسه کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د افغانستان روان وضعیت ته په پام سره ویلی، فکر نه‌‌کوی چې د امریکا متحده ایالات دې اوس‌‌مهال له وسله‎والو طالبانو سره د خبرو لپاره چمتو وی.
خو ښاغلی ځلاند د امریکا او افغان حکومت تازه څرګندونې له احساساتو ډکې بولی او وایی، دا ډول څرګندونې جګړه اوږدوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.