ولسی جرګه: تر څو چې پاکستان عملی اقدام ونه کړی، پر ژمنو یې باور نشی کېدای

گزارشگر:دو شنبه 16 دلو 1396 - ۱۵ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د ولسی جرګې اداری پلاوی وایی، تر کومه چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترورېستی ډلو د ځالو د له منځه وړلو لپاره عملی اقدامات ونه کړی، په ژمنو یې باور نشی کېدای.
که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په دریځ کې د بدلون خبره کوی، خو د افغانستان د ولسی جرګې اداری پلاوی وایی، د پاکستان پر ژمنو تر هغه باور نشی کېدای، تر څو چې په خپله خاوره کې د ترورېستی ډلو د له منځه وړلو لپاره یې عملی ګام نه وی پورته کړی.
د دغې جرګې دوهم منشی عرفان الله عرفان د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانو بحثونو او د پلاویو د تګ راتګ نتیجو ته ډېر خوشبین نه دی.
نوموړی زیاتوی:
«هغه اسناد او مدارک چې د افغانستان حکومت پاکستان ته ورکړی، زموږ هیله ده چې پاکستان په دې برخه کې جدی او عملی اقدامات وکړی، خو له بده مرغه تر اوسه موږ دا خوشبینی او باور نه لرو چې د پلاویو تګ راتګ او د اسنادو تبادله به ښه نتیجه ولری.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینې جنجوعه په مشرۍ یو ملکی او پوځی پلاوی پرون شنبه کابل ته راغلی و او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ یې له افغان پلاوی سره وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغنی د دغې کتنې په اړه پرون شنبه ناوخته یوې خبری ناستې ته وویل چې پاکستانی پلاوی د هغو پوښتنو په اړه توضیحات ورکړی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د ملی امنیت مشر د خپل سفر پر مهال له پاکستانی چارواکو سره مطرح کړې وې.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په کابل کې د پرونۍ کتنې په اړه پر ټوېټر لیکلی چې په کابل کې د وروستیو ترورېستی حملو په اړه په څېړنه کې به همکاری وکړی، خو کابل ته یې په دې اړه د وضاحت ورکولو یادونه نه ده کړې.
محمد فیصل لیکلی، کابل ته یې وړاندیز شوی چې د تورونو لګولو د لوبې پر ځای به غوره وی چې دواړه لوری په ګډه د وروستیو مرګونو حملو په اړه څېړنه وکړی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د استازو او پلاویو د لیدنو دا لړۍ په داسې حال کې پیل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غنی د جمعې په ورځ پاکستان د طالبانو ځاله وباله او ویې ویل چې خبرې او پروسې یوازې د کاغذ پر مخ دی، د افغانستان ولس له پاکستانه د مشخص او واضح عمل غوښتنه لری.
بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی د شنبې د ورځې په خبری غونډه کې وویل چې د کابل په پرونۍ ناسته کې یو لړ پرمختګونه شوی او دواړه لوری په یو شمېر مواردو کې هوکړې ته رسېدلی، خو یو شمېر نور مهم مسایل هم شته چې باید پرې بحث او خبرې وشی.
ښاغلی مستغنی ویلی وو:
«کومه ناسته چې وشوه، په کې د افغانستان او پاکستان د عمل په پلان خبرې وشوې، یو لړ پرمخګتونه وشول او ناسته هم د سولې او ورورلۍ په فضا کې ترسره شوه، خو یو شمېر نور مهم موارد لا پاتې چې باید په هغې برخه کې هم پرمختګ او هوکړې ته سره ورسېږو.»
ښاغلی مستغنی وایی، اوس پاکستان له هغو مواردو انکار نشی کولای، کوم چې د افغانستان حکومت پرې ټینګار لری.
د ده په خبره، د دواړو لوریو ترمنځ په یو لړ نورو مواردو د بحث او خبرو لپاره ټاکل شوې چې د فبرورۍ په ۹ مه او ۱۰ مه له کابله یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.