مستغنی: یو پلاوی پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره اسلام اباد ته ولاړ

گزارشگر:شنبه 21 دلو 1396 - ۲۰ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې د دغه وزارت د سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ یو لوړ رتبه افغان ملکی او پوځی پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۰» ازادی راډیو ته وویل دغه پلاوی به له پاکستانی چارواکو سره «د سولې او یوالی د عمل د پلان» په چوکاټ کې پر پاتې مواردو بحث او توافق وکړی.
نوموړی زیاته کړه:
«د دغه سفر هدف داد چې د واړو هېوادونو لوړ رتبه پلاوی به د افغانستان او پاکستان «د سولې او یووالی د عمل پلان» له تروریزم سره په مبارزه کې همکاری، سولې، د کډوالو راستنېدل او د اقتصادی همکاریو پر پراختیا خبرې وکړی، پر دغه ګډ پلان کار پیل شوی، یو لړ پرمختګونه هم شوی افغان پلاوی به له خپل پاکستانی سیال سره د «سولې او یوالی د عمل د پلان» په چوکاټ کې پر نورو مهمو مواردو بحث او توافق وکړی.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټویټر پاڼه لیکلی چې افغان پلاوی پاکستان ته رسېدلی دی:
افغان پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوی چې د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمنه جنجوعه په مشرۍ یوه پاکستانی پلاوی کابل ته سفر کړی و.
شکیب مستغنی وایی چې کابل ته د پاکستانی پلاوی د سفر په جریان کې د «سولې او یوالی د عمل د پلان» په چوکاټ کې پر یو شمېر برخو توافق شوی و او پر پاتې مهمو مواردو به یې پاکستان ته د افغان پلاوی د سفر په جریان کې توافق وشی.
ښاغلی مستغنی زیاتوی چې پاکستان ته په تللی افغان پلاوی کې د ملی امنیت شورا، د دفاع وزارت او د ملی امنیت ریاست استازی هم ګډون لری.
تر دې وړاندې د افغانستان د ملی امنیت عمومی رئیس او د کورنیو چارو وزیر هم د پاکستان له پوځی او استخباراتی چارواکو سره په پاکستان کې د طالبانو او حقانی شبکې د موجودیت په اړه د اسنادو د شریکولو په هدف اسلام‎اباد ته تللی وو.
د ملی امنیت عمومی رئیس معصوم ستانکزی له پاکستانه تر راسنتېدو وروسته رسنیو ته وویل، پاکستان دا ومنله چې خاوره ‌یې د افغانستان پر ضد کارول کېږی.
بل خوا د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړې ارین یون د سولې او ثبات لپاره د هر اقدام هرکلی کوی او وایی، ځکه سفر ته خوشبینه نه ده چې پاکستان پر کړیو ژمنو او توافقاتو عمل نه کوی.
نوموړی زیاته کړه:
«زه خوشبینه نه یم، ځکه پاکستان موږ ته څو ځلې امتحان را کړی چې دوی« پاکستان»په خپلو ژمنو کې صادق نه دی، بیا هم افغان ولس د هر هغه اقدام او عمل چې د سولې او ثبات په راوستو کې مرسته وکړی هرکلی یې کوی، دغه سفر ځکه ګټور نه دی چې پاکستان په بیا بیا پر کړیو توافقاتو عمل نه دی کړی او نه یې کوی.»
اغلې یون زیاتوی نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه دا امریکا متحده ایالات باید پر پاکستان سیاسی، اقتصادی او پوځی فشارونه راوړی، څو له افغانستان سره پر کړیو ژمنو عمل وکړی چې په دې سره به افغانستان او سیمه کې ترهګرۍ له منځه ولاړه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.