د دفاع وزارت: په ناامنه ولایتونو کې ژمنیو عملیاتو ښې نتیجې ورکړی

گزارشگر:دوشنبه 23 دلو 1396 - ۲۲ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت وایی، په ناامنه ولایتونو کې ژمنی سخت عملیات روان دی او ښې نتیجې یې تر لاسه کړې دی.
د افغان ځواکونو د ژمنیو عملیاتو په دوام د افغانستان د دفاع وزارت په ځینو ولایتونو کې داعش جنګیالیو ته د پراخو تلفاتو اړولو خبر ورکوی.
د دغه وزارت چارواکی وایی، په ننګرهار، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې دا ډله ځپل شوې او لا هم د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدی عملیات روان دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۲ مه» ازادی راډیو ته وویل، د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې بهرنی جنګیالی چې د داعش په لیکو کې جنګېږی، هم وژل شوی دی.
ښاغلی وزیری وویل:
«په تېره یوه اوونۍ کې دښمن ته زیات تلفات اوښتی، په تېره هم داعش ډلې ته، په وروستیو عملیاتو کې د دغې ډلې ۱۴ غړی وژل شوی چې څلور تنه یې بهرنی وو، په نورو عملیاتو کې هم څلور کسان وژل شوی چې دوه تنه یې بهرنیان وو، په ننګرهار کې هم هره ورځ په داعش ډلې حملې کېږی او دوی ځپل کېږی او په بدخشان کې هم د دغې ډلې شپږ بهرنی غړی وژل شوی دی.»
د دفاع وزارت وایی، دا وخت په څو ولایتونو کې چې د وسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دی، عملیات روان دی او هڅه کېږی چې د دوی مرکزونه له منځه یوړل شی.
فاریاب، کندهار، بدخشان، تخار، غزنی، لوګر، پکتیا، ارزګان، ننګرهار، هلمند، فراه او بغلان هغه ولایتونه دی چې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند په وینا، وسله وال مخالفین پکې فعالیت کوی، خو دوی یې پر وړاندې ژمنی عملیات پیل کړی دی.
د امنیتی چارو یو شمېر کارپوهان هم د دولت د وسله والو مخالفینو په تېره بیا، د داعش ډلې پر وړاندې ژمنی عملیات ستایی، خو وایی چې باید لا تېز شی.
له ډلې یې محمداګل مجاهد ازادی راډیو ته وویل، د دغو عملیاتو د اغېزمنتیا په خاطر باید د خلکو همکاری او د ځواکونو تر منځ همغږی ډېره شی.
نوموړی وویل:
«موږ کولای شو چې له هوایی ځواکونو چې دا وخت زموږ په واک کې دی، ځمکنیو امکاناتو څخه او د خلکو له همکاریو څخه ډېره استفاده وکړو، ځکه چې هر یو یې خپل اغېز لری، باید هڅه وشی چې د ملکیانو له مرګ ژوبلې ډډه وشی او د امنیتی ځواکونو تر منځ په همکارۍ او همغږۍ عملیات مخته ولاړ شی.»
د طالبانو او حقانی ډلې تر څنګ داعش ډله چې له ځانه سره بهرنی جنګیالی لری، په افغانستان کې یو جدی ګواښ ګڼل کېږی چې د ملی شورا ځینو غړو او عامو خلکو ترې په ځلونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
له افغانستان څخه بهر روسیې او ایران هم په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون او فعالیت په اړه تل اندېښنې څرګندې کړې دی.
خو افغان حکومت بیا تل ټینګار کړی چې د داعش ډله په دغه هېواد کې د اوسېدو ځای نه لری او د دفاع وزارت د ویاند په وینا، د افغان ځواکونو د ژمنیو عملیاتو یو مهم هدف د داعش ډلې ځپل او ختمول دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.