گزارشگر:چهار شنبه 25 دلو 1396 - ۲۴ دلو ۱۳۹۶
د افغانستان دفاع وزارت وایی، افغان پوځیانو د روان لمریز کال د ژمی له پیل راهیسې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې خپل هوایی عملیات پنځه چنده زیات کړی دی.
دغه وزارت وایی، افغان هوایی ځواکونه هره ورځ د وسلهوالو مخالفینو پر ضد له ۱۵ زیات هوایی حملې ترسره کوی.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیری د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۴» په یوه خبری ناسته کې د ازادی راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په وروستیو دوو میاشتو کې د افغان هوایی ځواکونو له لوری ۲۳۵۳ هوایی حمایوی او اکمالاتی او همدارنګه د وسلهوالو طالبانو او داعش پر ضد ۴۸۶ هوایی حملې ترسره کړې دی.
ښاغلی وزیری زیاتوی، په دغو عملیاتو کې د ۴۵۲ داعش وسلهوال، ۴۳ طالب قوماندانان، دوه د حقانی شبکې غړی او یو شمېر مخالفین وژل شوی دی.
ښاغلی وزیری وایی:
«تېر کې موږ یوازې دوه یا پنځه هوایی ضربې ترسره کولې، اوس کولای شو چې له ۱۵ تر ۴۵ پورې هوایی ضربې اجرأ کړو، د دې تر څنګ هر هدف چې موږ امریکایی ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ته ورکوو، هغومره ضربې ورکوی، دا په داسې حال کې ده چې تېر کې کیسه بل ډول وه.»
نوموړی وویل، د دغو هوایی حملو په نتیجه کې د وسلهوالو مخالفینو ۲۲۳ پټنځایونه او د مخدره موادو پنځه کارخانې لهمنځه تللې دی.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې تر وروستیو خونړیو حملو وروسته افغان ولسمشر له وسلهوالو مخالفینو د انتقام اخیستلو ګواښ کړی.
د افغانستان دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلی، د وروستیو حملو، د شپې عملیات او د افغان ځواکونو هوایی حملې زیاتې شوې دی.
افغان چارواکو ویلی، تمه ده چې امریکا تر ۲۰۲۰ میلادی کاله پورې ۱۵۹ بېلابېلې الوتکې افغان ځواکونو سره مرسته وکړی.
په ورته وخت کې د پوځی چارو یو شمېر کارپوهان وایی، د هوایی حملو په زیاتېدو سره به وسلهوال مخالفین د جګړو په ډګر کې له ماتې سره مخ شی.
باری عارض په دې اړه وویل:
«یادې حملې به ښې پایلې ولری، طالبان به تر فشار لاندې راشی او له سولې پروسې سره به یوځای شی. هیلهمند یوو چې دا ډول حملې زیاتې شی.»
له بلېخوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وویل، د افغانستان هوایی ځواک له لازمو وړتیاوو برخهمند دی او د دې وړتیا لری چې په ورځنی ډول ۴۵ حملې ترسره کړی.
د ښاغلی وزیری په وینا، د امریکا متحده ایالاتو هوایی ځواک هم له افغان ځواکونو سره همکاری کوی، تر څو پر وسلهوالو مخالفینو ضربې زیاتې شی.
Comments are closed.