د «کابل پروسې» غونډې، او دسولی شورا تک لاره

گزارشگر:شنبه 5 حوت 1396 - ۰۴ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3په داسې حال کې چې د کابل پروسې راتلونکی دوهمې ناستې جوړېدو ته د ګوتو په شمېر څو ورځې پاتې دی، د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د سولې نوې طرحه بشپړه شوې نه‎ده او لا هم پرې کارونه روان دی.
د دغې شورا یوه غړی حاجی دین محمد د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دا پلان د سولې د پخوانیو پلانونو څخه ځکه توپیر لری چې په‎دې طرحه کې د سولې په عملی اقداماتو، د سولې د خبرو د پیل پر څرنګوالی، وسله‎والو طالبانو او د پاکستان په وړاندې د روښانه دریځ په تړاو خبرې کېږی.
نوموړی وایی:
«سره له دې چې تردې وړاندې په یوه اجماع کار شوی، خو په‎دې نوې طرحه کې عملی اقدامات په پام کې نیول شوی، په‎دې هم بحث کېږی چې د سولې پروسه باید څه ډول مخته لاړ شی، راتلونکی پلانونه څه وی، په‎دې تړاو زموږ خبرې روانې دی او په نتیجه کې به یو جامع طرحه ترتیب شی.»
نوموړی وویل، په دې طرحې امنیت شورا، د افغانستان سولې عالی شورا او بهرنیو چارو وزارت په ګډه کار کوی.
د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د دې طرحې په اړه د سیاسی څېرو، علماوو، جهادی مشرانو او مدنی فعالانو نظرونه هم اخېستل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ولسمشر غنی ویلی چې افغان حکومت د کابل پروسې په غونډه کې د سولې لپاره جوړه شوې طرحه د غونډې له ګډون والو سره شریکوی.
د کابل پروسې دوهمه غونډه د روانې میلادی میاشتې په ۲۸مه په کابل کې جوړېږی.
دې ناستې ته، د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان او د درېیو نړیوالو سازمانونو استازی بلل شوی دی.
افغان حکومت هېله څرګندوی چې له دغې طرحې به هر اړخېز ملاتړ وشی.
د کابل پروسې لومړی غونډه د روان لمریزکال د جوزا په میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه.
په همدې حال کې د ولسی جرګې دوهم منشی عرفان الله عرفان سره له دې چې د سولې له دغې طرحې هرکلی وکړ، خو د سولې په پروسه کې د پاکستان په صادقانه همکاریو شک څرګند کړ.
نوموړی وایی:
«د سولې طرحه چې د کابل پروسې په ناسته کې وړاندې کېږی، یو مثبت بدلون دی، موږ ورته خوشبینه یو او هېله مند یو چې عملی شی، خو پاکستان هېڅ کله صادقانه همکاری نه ده کړې او دا ځل هم ترې د ریښتنی همکارۍ تمه نشو کولی.»
نوموړی وویل، د دې طرحې په اړه باید د ګډون کوونکو هېوادونو قناعت راخپل شی.
ښاغلی عرفان ټینګار وکړ، تر هغه چې ټول ګډون کوونکی هېوادونه د پاکستان په وړاندې یو واحد دریځ ونه لری د سولې دا خبرې اترې به کومې نتېجې ته ونه رسېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.