وکیلان او کارپوهان: د ټـاپی پـروژې امنـیت تـه بایـد پـام وشـی

گزارشگر:یک شنبه 6 حوت 1396 - ۰۵ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د ټاپی پروژې د تاریخی پېښې د کار له پیل سره د افغانستان د اقتصادی پراختیا هیلې زیاتې شوی، خو د امنیت په اړه یې اندېښنې هغه موضوع ده چې د خلکو استازی یې مطرح کوی.
په ولسی جرګه کې د هغو ولایتونو استازی چې د ټاپی د ګازو نل لیکه یې له ولایتونو تېرېږی، په دې باور دی چې د دغې پروژې پلی کول به له امنیتی پلوه، له ستونزو سره مخ شی.
دوی له حکومته غواړی چې د دغې پروژې امنیت ته جدی پاملرنه وکړی.
په ولسی جرګه کې د هلمند ولایت استازې نسیمه نیازۍ، سره له دې چې باوری ده چې دغه پروژه، د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو په ګټه ده خو وایی:
«موږ اندېښمن یو، عام خلک باید په امنیت کې برخه واخلی، موږ په دې هیله یو چې دا پروژه کامیابه وی، د دغو ناامنو سیمو ټول ولسونه همکار دی که د طالبانو او که د دولت ترکنټرول لاندې ساحو کی دی.»
د ترکمنستان د ګازو دغه لیکه د افغانستان په ۷۵۰ کېلومتره خاوره کې، د هرات ولایت د کشک، انجیل، ادرسکن، ګذره، او شینډنډ له ولسوالیو نه د فراه ولایت بالابلوک او بکوا ولسوالیو ته رسېږی.
د نیمروز ولایت دلارام ولسوالی بله سیمه ده چې دغه نل لیکه ځنې تېرېږی او دا هغه ولسوالۍ ده چې اوسېدونکی یې له ناامنیو اندېښنې لری.
د هلمند ولایت واشېر او نهرسراج او د کندهار ولایت میوند، ژیړۍ، ارغنداب، دامان او سپین بولدک ولسوالۍ، نورې هغه سیمې دی چې دغه نل لیکه ورنه تېره او بالاخره کوټې ته رسېږی.
په ولسی جرګه کې د دغو ولایتونو استازی چې د ټاپی د ګازو نل لیکه یې له ولایتونو تېری وایی، دغه سیمې له کلونو راهیسې نا امنه دی.
د دغې پروژې د پلی کولو په اړه د ناامنیو اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوی چې عملی کار یې د جمعې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو، په بهرنیوچارو کې د هند د دولت د وزیر او د پاکستان د لومړی وزیر لخوا په رسمی توګه پیل شو.
که څه هم طالبانو ویلی چې د دغې پروژې امنیت به ساتی او فساد ته به په کې اجازه ورنه کړی، خو د ولسی جرګې ځینې غړی وایی، حکومت باید پر دغو ډلو چې تل یې د افغانستان پرمختګ ته زیان رسولی، باور ونه وکړی.
د دوی په خبره حکومت باید په جدی ډول د دغې پروژې امنیت ته کار وکړی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر د امنیتی چارو پوه فقیر محمد فقیر وایی، د دغې پروژې امنیت باید په خبرو کې خلاصه نه شی، بلکې اړتیا ده د هغو سیمو لپاره چې دغه نل لیکه ورنه تېرېږی، وړ او تجربه لرونکی مدیران وګمارل شی:
«حکومت د دغې پروژې د امنیت په برخه کی لومړۍ درجه مسؤلیت لری، که د امنیت لپاره یې وړ او هېواد پال کسان وګمارل شی، کومې اندېښنې چې له خلکو سره دی، له منځه به لاړې شی.»
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوی چې د یادې پروژې امنیت له هره پلوه نیول شوی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی وایی، په دې برخه کې باید اندېښنې نه وی.
د دغې پروژې له پلی کیدو سره به نه یوازې دا چې نېږدې ۳۰۰۰۰ کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شی بلکې افغانستان به هر کال د یادې پروژې نه ۵۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیټ حقوق هم ترلاسه کړی.
د امنیتی چارو پوه ښاغلی فقیر وړاندیز کوی چې په هغو ولسوالیو کې کوم چې د ټاپی د ګازو نل لیکه ورنه تېرېږی، پراخ تصفوی عملیات ترسره او داسې منظم تدابیر ونیول شی چې مخالفین یې له ګټو برخمن نه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.