د سوداګرۍ خونه: د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان پر ژمنو د عمل باور نشی کېدای

گزارشگر:یک شنبه 13 حوت 1396 - ۱۲ حوت ۱۳۹۶

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، باور نه لری چې پاکستان دې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو ستونزو د حل په هدف، په خپلو ژمنو عمل وکړی.
mandegar-3ظاهراً پاکستان دې ته چمتو شوی چې د افغان سوداګرو مالونو ته د اسانتیاوو برابرولو په خاطر، یوه نوې طرحه عملی کړی چې په باور یې، د سوداګریزو مالونو په لېږد رالېږد کې چټکتیا رامنځته کوی.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دې برخه کې د پاکستان په عملی کړنو باور نه لری.
د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایی، پاکستان تل د افغان د سوداګرو مالونه درولی او د لېږد رالېږد په وخت کې یې، افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دی.
ښاغلی الکوزی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، له دې درکه افغان سوداګرو ته ګڼ اقتصادی زیانونه رسېدلی دی.
نوموړی زیاته کړه:
«که دا ستونزې حل نه شی، مونږ باید په راتلونکی کې له ۸۰٪ څخه تر ۹۰٪ پورې خپل صادرات ودروو او ټولې مېوې به مو په افغانستان کې خرابې شی، په داسې حال کې چې مونږ د خپلو مالونو لېږد ته اړتیا لرو، پاکستان تل د مېز په سر ژمنې کوی، خو بیا پرې عمل نه کوی، خو مونږ په دې ټینګار لرو چې باید له هغه هېواد سره ستونزې حل شی.»
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په تېر کې د افغانستان ۹۰ سلنه ټرانزیټ او سوداګری د کراچۍ بندر له لارې کېده، خو د پاکستان له لورې د ستونزو له جوړېدو وروسته، دغه کچه اوس ۲۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایی، له هند سره د هوایی دهلیز، د چاه بهار بندر د بیا رغونې، او د تور غنډۍ او اقینې بندر په جوړېدو، تر یو بریده ستونزې حل شوی، خو پاکستان ته د مېوو د لېږد او د سوداګریزو توکو د وارداتو په برخه کې، ستونزې هم حل ته اړتیا لری.
له دې ټولو سره پاکستانۍ چاپ ده نیشن ورځپاڼې، د پاکستان د مالیې د وزیر رانا محمد افضل له قوله ویلی چې نوموړی له افغان پلاوی سره په کتنه کې، د هغې طرحې د عملی کېدو خبره کړې چې له مخې یې د پاکستان په ګمروکونو کې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کېدای شی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په ورستیو کلونو کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو ډکې لارۍ د پاکستانی پولیسو له خوا په بندرونو کې درول شوی چې له کبله یې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان هم رسېدلی دی.
خو د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندی په دې برخه کې د حکومت د بې کفایتۍ ادعا ردوی او وایی چې دوی تل له پاکستانه غوښتی چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې، د افغانستان پر وړاندې دوه ګونی سیاست پای ته ورسوی.
له دې سره د اقتصادی چارو کارپوه سیف الدین سیحون وایی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې سیاسی اړخ لری او پاکستان هڅه کوی چې د افغانستان اقتصادی او سوداګریزو ګټو ته زیان ورسوی.
دی وایی:
«مونږ هیله لرو چې پاکستان نور له عقله کار واخلی او باید پوه شی چې د دواړو هېوادونو برخلیک، ناغېړی او بې وزلی د سیمې په کچه راکړې ورکړې ته اړتیا لری او که اوس دا پوهه رامنځته شوې وی، نو لېرې نه ده چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادی او سوداګریزې اړیکې ښې شی.»
ښاغلی سیحون ټینګار کوی چې که پاکستان په دې برخه کې خپل ستراتژیک سیاست بدل نه کړی او له افغانستان سره د ستونزو د هواری په هدف، پر نویو ژمنو عمل ونه کړی، هغه هېواد به هم له سوداګریزو او اقتصادی زیانونو خوندی نه وی، بلکې له دې اړخه به ډېر تاوان وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.