د سوداګرۍ وزارت: په بازار کې پراخه ونډه لرو

- ۱۱ جدی ۱۳۹۱

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکی وایی، چې د نورو کلونو په پرتله سږکال په بازار کې ډېره ونډه لری او پرې به نږدی چې د نفتی توکیو بیې لوړې شی.
هغه وویل، له تېر کال نه یې ګڼې تجربې تر لاسه کړی او سږکال یې ژمی ته بشپړ چمتووالی نیولی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وحیدالله غازی خېل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دوی په پلچرخی سیمه کې د ګازو او تېلو پنځه زېرمې تړلی او ورته یې د سیمې د پرېښود ویلی دی.
هغه وایی، دغه ذخېرې په صنعتی ښارګوټو او د اوسېدو په سیمه کې وې او که نورې هم په دغسې سیمو کې تشخیص شی نو له صنعتی پارکونو او د اوسېدو له سیمو به یې وباسی.
نوموړی زیاته کړه، دوی به ټول هغو نفتی توکیو ته د اوسېدو په سیمه او یا هم په صنعتی پارکونو کې د ذخیره کېدو اجازه ورنه کړی، چې د سوځېدو وېره یې وی.
ښاغلی غازی وویل، له تېر کال نه په ګټې اخیستنې یې سږکال د نفتی توکیو د ذخیره کولو او د بیو د راښکته کولو لپاره دوه ډوله تدابیر نیولی دی.
هغه وایی، لومړی دا چې پروسږکال خصوصی سکتور د ګازو او تېلو د ذخیره کولو لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه درلود او ورته ذخیرو شتون درلود.
د نوموړی په خبره، سږکال په مرکز او ولایاتو کې په بشپړ ډول ژمی ته چمتوالی لری او نفتی توکی یې زېرمه کړی.
د سوداګرۍ وزارت ویاند وایی، اوس یې د مکروریانو مرکز ګرمۍ هم ګازی کړی دی.
نوموړی وویل، بله خبره ده چې اوس هر څوک افغانستان ته نفتی توکی نشی را واردولای، بلکې را واردوونکې باید یو لړ ځانګړنې ولری.
هغه زیاته کړه، را واردوونکی باید ۲۵ میلیونه افغانۍ پانګه ولری، له کوم هېواد سره چې قرارداد کوی، څومره کوی، په کومه بیه یې کوی او کله به یې هېواد ته را واردوی، له دې ټولو باید د سوداګرۍ او صنایعو وزارت خبر کړی.
وحیدالله غازی وایی، د دې پروسې په لړ کې ورسره تر اوسه کابو څلوېښت شرکتونه راجستر شوی او جواز پاڼه یې تر لاسه کړې ده.
هغه همدارنګه زیاتوی، چې په بازار کې د تېر کال په پرتله د دوی سهم هم زیات دی او په کابل او ولایاتو کې د پلور غرفې لری، چې ګاز په کې په ۵۵ او په عام بازار کې له ۶۰ تر ۶۵ افغانیو پلورل کېږی، چې تېر کال دغه مهال ګاز له ۱۰۰ افغانیو نه تر ۱۲۰ افغانیو پورې پلورل کېدل.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وایی، دوی اوس هم په بازار کې مخکښ او ډېر سهم لری، ځکه تېر کال یې سهم ډېر لږ و او کله چې ولسمشر مالیې وزارت ته امر ورکړ دوی ته یې پیسې منظور کړې.
هغه وایی، که اړتیا شی دوی کولای شی په بازار کې خپل سهم نور هم ډېر کړی او دې کار ته بودیجه هم لری.
دا په داسې حال کې ده، چې بیا یوشمېر کابل ښاریان حکومت په دې برخه کې په نه څارنې او بې پروایۍ تورنوی.
دغه ښاریان سر ټکوی، چې اوس هم په بازار کې د څار د نشتون له امله بیې توپیر لری او د پلورنکیو چې په هر څه خوښه وی پلوری یې.
همدارنګه بیا د سیمو په توپیر هم بیې فرق لری، د ښار په یوه څنډه کې په یوه بیه او په بله کې بیا په بله بیه پلوری.
اقتصاد پوهان وایی، تر هغې چې د نفتی توکیو په تنظیم او ذخیره کولو کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې نشی او یوه منظمه تګلاره غوره نشی نو په بنسټیزه توګه به د دې ستونزې حل شتون ونه لری او هر کال به ورسره هېوادوال په ګڼو ستونزو اخته وی.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په هېواد کې د ګازو او نفتی توکیو د نشتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ ول او حکومت یې په دې برخه کې په روښانه پالیسۍ او کړنلار په نشتون تورن کړی و. همدارنګه ویل کېدل، چې یوشمېر سوداګرو نفتی توکی احتکار کړی ول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.