خلیل کرزی: له کابل نه د پاکستان غوښتنې مشخصې او د بحث وړ دی

گزارشگر:یک شنبه 20 حوت 1396 - ۱۹ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی وایی، پاکستان له افغانستان څخه مشخصې غوښتنې لری چې د بحث وړ دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی ازادی راډیو ته وویل، دوی په تېرو څو کلونو کې له پاکستان څخه پرلپسې یوه روښانه غوښتنه کړې او هغه دا چې له ترهګرۍ او افراطیت څخه دې په افغانستان کې د یوې وسیلې په توګه کار نه اخلی.
ښاغلی کرزی وویل، له پاکستان څخه یې غوښتی چې د دولتونو په سطحه ورسره کېنی او پر ټولو مسئلو ورسره بحث وکړی.
د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې له ازادی راډیو سره په مرکه کې دې لوړ پوړې افغان ډیپلوماټ د پاکستان د غوښتنو په اړه وویل، پاکستان په بحثونو کې په جزئیاتو خپلې غوښتنې په روښانه توګه نه وایی، خو موږ ویلی شو چې مشخصې غوښتنې لری چې د بحث وړ دی او موږ چمتو یوو چې بحث پرې ورسره وکړو.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسی مرستیال وویل، د پاکستان یوه اندېښنه د افغانستان او هند ترمنځ نېږدې اړیکې، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان نه غواړی چې افغانستان او هند دې نېږدې اړیکې ولری، حکمت خلیل کرزی وویل:
«مشخص نه وایی، خو دا په ډېر وضاحت وایی چې ستاسو دوو هېوادونو استخبارات چې د افغانستان ملی امنیت دی او د هند استخبارات دی خپلو کې نېږدې اړیکې لری، پخوا یې دا هم ویل چې په افغانستان کې هندوستان ۱۲ کونسلګرۍ لری، ډېر داسې مسایل شته چې حقیقت نه لری، له همدې کبله مو ورته ویلی چې راشئ، او له موږ سره کېنئ.»
ښاغلی کرزی که څه هم ونه ویل چې ګوندې پاکستان ترې د ډیورند کرښې په اړه کومه غوښتنه لری، خو ویې ویل چې د ډیورند بحث د افغانستان د حکومت له واکه پورته دی.
هغه وویل:«دا د افغانستان د خلکو او لویې جرګې بحث دی، د قومونو بحث دی او په یو لوی چوکاټ کې باید دا بحث وشی.»
د دې پوښتنې په ځواب کې پاکستان چې مخکې همکاری ونه کړه، ولې فکر کوئ چې اوس به همکاری وکړی؟ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل چې اوس یو څه بدلونونه راغلی دی، پر پاکستان نړیوال فشارونه بیخی زیات شوی، په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالتونو او نړیوالو سازمانونو له خوا.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی د افغان چارواکو په نمایندګۍ په ګڼو نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان استازیتوب کړی.
له دې څخه نوموړی لومړنی افغان چارواکی و چې څو کاله مخکې یې د پاکستان په منځګړیتوب اسلام اباد ته نېږدې په مری کې له طالبانو سره لومړی پړاو د مخامخ رسمی خبرو مشری وکړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.