کټوازی: په ډېرو سیمو کې خیالی ښوونځی جوړ شوی او پیسې یې حیف او میل شوی

گزارشگر:دو شنبه 6 حمل 1397 - ۰۵ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې عالی اداره او د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی، په پوهنې وزارت کې پراخ فساد د دې لامل شوی چې زیات شمېر ښوونځی بې ودانۍ پاتې شی.
په داسې حال کې چې د افغانستان د پوهنې وزارت سږ کال په ټوله کې پوهنیز سیستم او د ښوونځیو ودانیو ته د جدی پاملرنې خبره کوی، د ولسی جرګې یو شمیر غړی وایی، په دغه هېواد کې اکثرو ښوونځیو د ودانیو د نه شتون ستونزه له پراخ فساد سره تړلې ده.
په ولسی جرګه کې د خلکو استازی او د هغه پلاوی مشر چې ولسمشر محمد اشرف غنی په پوهنې وزارت کې د فساد د څېړلو لپاره ټاکلی و، وایی چې په ډېریو سیمو کې خیالی ښوونځی جوړ شوی او پیسې یې حیف او میل شوې دی.
د نادرخان کټوازی په خبره، په دې کې له وزارته نیولې تر سیمه ییزو چارواکو او د سیمو تر قومی مشرانو پورې، ټول ښکېل دی.
ښاغلی کټوازی زیاتوی:
«زه که د سیمو درته ووایم، ډېر داسې خیالی ښوونځی جوړ شوی چې هلته ودانۍ نه ده جوړه شوې، ولې په کاغذونو کې تسلیم شوی دی، هلته د پوهنې رئیس، قومی مشر، یا والی، یا کوم وکیل ټولو په ګډه وزارت ته کاغذونه راوړی چې ښوونځی جوړ شو او پیسې یی وتلی، خو ودانۍ یې نه وه جوړه شوې.»
ښاغلی کټوازی دغه څرګندونې وروسته تر هغې کوی چې ولسمشر محمد اشرف غنی تېره ورځ په کابل کې د تعلیمی کال د پرانیستې په مناسبت په جوړې شوې غوندې کې د ۵۰ سلنه ښوونځیو د ودانیو د نشتوالی خبره وکړه.
په ورته وخت کې د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې عالی اداره وایی، د دوی څېړنې هم ښیی چې د پوهنې وزارت له خوا په اکثرو مواردو کې سرغړونې او ناغېړۍ شوی او له کارونو سمه څارنه نه ده شوې.
د دغې ادارې مشر سید حسین فخری ازادی راډیو ته وویل:
«موږ په دې برخه کې ډېرې هر اړخیزې څېړنې وکړې چې د دې ټولو انتقادونو تر څنګ موږ سرغړونې، ناغېړۍ او ځینی نور موارد پیدا کړل.»
ولسمشر محمد اشرف غنی تېره ورځ د سړو سیمو لپاره د نوی تعلیمی کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل، له ماشوم او معلمه غلا او د پوهنې په وزارت کې فساد د زغمولو وړ نه دی.
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۷۴۳۰ ښوونځی فعال دی چې له ډلې یې څه باندې نهه زره ښوونځی ودانۍ لری او پاتې یې بې سرپناه دی او یا هم زده کوونکو ته په خیمو کې درس ورکول کېږی .
خو د نوی تعلیمی کال له پیل سره افغان حکومت ژمنه کړې چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د شپږو زرو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شی.
د افغانستان د پوهنې وزارت بیا د ښونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره سږ کال تاریخی بولی، خو په دې برخه کې فساد نه تأییدوی.
د یاد وزارت د نشرانو رئیس کبیر حقمل ازادی راډیو ته وویل، موږ ته کله هم دومره امکانات نه دی راکړل شوی چې خپلې ستونزې هوارې کړو.
نوموړی وایی:
«له دې سره سره چې په تېرو کلونو کې میلیونونه ډالر راغلی، خو دا په هېڅ برخه کې د افغانستان له اړتیاوو سره سم نه دی راغلی، یعنې زموږ ستونزې دومره ډېرې دی چې دغې بودجې ورته بسنه نه کوله، داسې واحده بودجه لکه اوس چې ودانیو ته دوه سوه میلیونه ډالره موږ ته راکړل شول، پخوا نه وو راکړل شوی، موږ ته چې پخوا څومره راکړل شوی، موږ له هغې ډېره ښه استفاده کړی ده.»
ښاغلی حقمل وایی، سږ کال به افغانان هره ورځ یا لږ تر لږه هره اوونۍ د یوه ښوونځی د پرانیستلو شاهدان وی.
خو د ولسی جرګې غړی نادر خان ښاغلی کټوازی وایی، د پوهنې وزارت دغه هدف ته هغه مهال رسېدلای شی چې د ښه څار تر څنګ یادې برخې ته ځانګړې شوې بودجه په شفافیت سره ولګوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.