د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره نوې نېټه اعلان شوه

گزارشگر:شنبه 11 حمل 1397 - ۱۰ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د روان لمریز کال د میزان د میاشتی په ۲۸ نېټه ترسره شی.
د دغه کمېسیون یوه غړی سید حفیظ الله هاشمی د جمعې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د وری په ۱۰ مه» ازادی راډیو ته وویل، دغه نېټه وروستۍ او نه بدلېدونکې ده.
نوموړی وویل:
«د انتخاباتو د نوې نېټې د ټاکلو لپاره یوه نوی ټیم کار پیل کړی و، ترڅو یو عملی او نه بدلېدونکې نېټه ورته وټاکی، کمېسیون هم ورسره منلې او د نوې پرېکړې په اساس، د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان د میاشتی په ۲۸ مه ترسره کېږی.»
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمنه کوی چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازم چمتووالی نیول شوی.
دغه کمېسیون همدارنګه ټینګار کوی چې د ګمارنې پروسیې په بشپړېدو سره، د یادو انتخاباتو لپاره د خلکو د نوم لیکلو بهیر د حمل د میاشتې په ۲۵ مه پیلېږی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان د میاشتې ۱۶مه اعلان کړې وه.
د انتخاباتو نېټه داسې مهال بدلېږی چې تردې وړاندې د ملی وحدت حکومت مشرانو په کراتو ټینګار کړی و چې د ټاکنو په نېټه کې هېڅ بدلون نه ‌شی راتلای.
همدارنګه نړېوالې ټولنې، سیاسی څېرو او د انتخاباتو د څار بنسټونو په ټینګار سره ویلی وو چې د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۱۶ مه ترسره شی.
له دې سره هممهاله څه موده وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې پر خپل وخت د افغانستان د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټنیګار کړی و.
د ولسی جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمی هم ویلی چې نور ورته د انتخاباتو د نېټې بدلېدل د منلو نه ‎دی.
خو په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرونو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو د امنیت شورا په ناسته کې ویلی چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازم چمتووالی نه دی نیول شوی.
د ولسی جرګې د اوسنیو وکیلانو کاری دوره د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په میاشت کې پای ته رسېدلې، خو حکومت ونه کړای شول چې په خپل وخت ټاکنې تر سره کړی.
په همدې حال کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه له دې ډلې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه وایی، د انتخاباتو په نېټې کې بیا ځلې ځنډ ورته د منلو وړ نه دی.
د دغه بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید په دې اړه وویل:
«مونږ د انتخاباتو له نوې نېټې سره موافق نه یوو، ولې تراوسه عملیاتی مرحله پیل شوې نه ده او پکی ځنډ رامنځ ته شوی، که چېرې کوم قانع کوونکی دلیل موجود وای، مونږ ترې هرکلی کاوه، خو زمونږ په اند د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه هم متأثره کړی.»
د ښاغلی رشید په باور، د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه هم متأثره کړی او په وینا یې، دا به د سیاسی کړکېچ سبب شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.