ولسی جرګه: په امنیتی ارګانونو کې د تبعیض له مخې ګمارنې د منلو نه‌دی

گزارشگر:سه شنبه 21 حمل 1397 - ۲۰ حمل ۱۳۹۷

د افغانستان ولسی جرګه وایی، په امنیتی ارګانونو او په تېره په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې چې هر ډول ګمارنې د تبعیض او سلیقو له مخې وی، د منلو نه‌دی.
په دولتی بنسټونو کې د تبعیض له مخې د خلکو د ګمارلو پر وړاندې د ولسی جرګې د غړو د غږ پورته کول، هغه موضوع ده چې ولسی جرګه‌یې مطرح کوی.
د افغانستان ولسی جرګه ټینګار کوی چې افغان حکومت په دې کار ټولنیز عدالت تر پښو لاندې کړی او د سلیقو او ژبې پر اساس د خلکو ګمارل، له هغو ځوانانو سره جفا ده چې د لوړو زده‌کړو سندونه په لاس کې لری او بې‌سرنوشته ګرځی.
د ولسی جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمی د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وری ۲۰» د جرګې په عمومی غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغې ستونزې په اړه باید د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه ځواب ووایی.
نوموړی وویل:
«ګمارل او د پوځی او ملکی کانکور نتایج یو ظلم دی د ملت په حق کې، په تېره د هزاره، ازبک او یا د پښتون قوم په حق کې، دا د منلو نه‌دی، کوم چې یو تریخ واقعیت دی، اساسی قانون صراحت لری چې په یوه ډموکراتیک نظام کې عدالت یو اصل دی، خو دا چې حکومت دغه اصل په پام کې نه‌نیسی، د ملت په حق کې جفا ده او پر وړاندې یې باید تصمیم ونیسو.»
په دولتی بنسټونو کې د سلیقوی ګمارنو له امله د ځوانانو د بې‌سرنوشتۍ خبرې په داسې حال کې کېږی چې په دې وروستیو کې د ۴۲ دولتی بنسټونو لپاره د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د کمېسیون له‌خوا ۱۷۰۰۰ خالی بستونه اعلان شوی دی.
اوس دغه کمېسیون وایی، له دغو مقتضیانو د ازموینې پروسه په شفافه توګه پر مخ تللې او وړ کسان د پوهې او توانایۍ له مخې په دولتی ارګانونو کې ګمارل کېږی.
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د ټاکنو د بورډ رئیس نجیب امین ازادی راډیو ته وویل، دوی په پوځی بنسټونو کې د کسانو د ګمارلو په برخه کې مسؤلیت نه‌لری، خو په ملکی ادارو کې د کسانو د ګمارلو پروسه، په شفافه توګه په مخ بیول کېږی.
دی وایی:
«د سیالیو پروسه د ځوانانو د پوهې او وړتیا له مخې تنظیمېږی او د ټولو قومونو ځوانان په‌کې چانس لری چې په دې پروسه کې یې ګډون کړی، د استخدام دغه ټوله پروسه ماشینی ده او ازموینه ترې اخیستل کېږی، په دې پروسه کې د انسان د مداخلې کچه ډېره کمه شوې ده.»
له دې سره سره په دې برخه کې د دفاع او کورنیو چارو پر وزارتونو انتقادونه کېږی.
د ولسی جرګې غړی جعفر مهدوی وایی، په دولتی ادارو کې ګمارنې، د قوم او ژبې پر اساس کېږی.
دا انتقادونه په داسې حال کې کېږی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په دولتی ادارو کې د ګمارنو په اړه پر پوهې ټینګار کړی او ویلی یې دی چې هېڅ دولتی څوکۍ د یو قوم په ولکه کې نه‌ده.
په دې اړه د کورنیو چارو وزارت زموږ اړیکو ته ځواب ونه‌وایه، خو د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه داسې وویل:

«په دفاع وزارت کې ټاکنې د دغه وزارت د مشرتابه پلاوی او یوه کمېسیون په واسطه چې له ټولو قومونو جوړ شوی، کېږی. دفاع وزارت دغه مسئله په جدی توګه په پام کې لری، په دغه وزارت کې چې څه مهم دی، هغه دا دی چې کسان ټاکل کېږی چې باید لوړې زده‌کړې ولری، ښه سوق او اداره وکړای شی، موږ د ملی مشارکت په مسایلو کې په جدی توګه ژمن یوو.»
له دې سره افغان دولت د کاری فرصتونو د برابرولو په هدف، په دولتی ادارو کې د قومی انډول په پام کې نیولو سره، ګمارنو ته لومړیتوب ورکوی.
خو ځینی ځوانان شته چې دغه خبرې له شعارونو پرته نور څه نه‌ګڼی او وایی، که دغه وضعیت دوام وکړی، د خلکو او حکومت ترمنځ به واټن رامنځته او ښې پایلې به ونه‌لری.
سجاد نومی یو ځوان چې په انجنیرۍ کې یې تحصیلات کړی او سند هم لری او درې کاله کېږی چې اوزګار ګرځی، وایی چې په دولتی ادارو کې ټاکنې او تغییر د شخصی سلیقو له مخې کېږی او دولت حکومتی څوکیو ته د کسانو په ګمارلو کې، د توانایۍ په پرتله، روابطو ته اهمیت ورکوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.