ولسی جرګه: که د غزنی امنیتی وضعیت ته پام ونه‌شی، د کندز له برخلیک سره مخ کېږی

گزارشگر:سه شنبه 28 حمل 1397 - ۲۷ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان ولسی جرګه د غزنی پر امنیتی وضعیت اندېښنه څرګندوی او له حکومته غواړی چې د دغه ولایت امنیتی وضعیت ته ځانګړی پام وکړی.
د افغانستان ولسی جرګه خبرداری ورکوی، که حکومت د غزنی ولایت امنیتی وضعیت ته پام ونه‌کړی، دغه ولایت د کندز له برخلیک سره مخ کېږی.
د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمی د جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومی غونډه کې د غزنی امنیتی وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
ښاغلی ابراهیمی زیاته کړه:
«د غزنی د ناامنۍ مسئله ډېره د اندېښنې وړ ده، هغه څه چې د غزنی استازو مطرح کړل، موږ هم په امنیتی مسؤلینو غږ کوو چې د غزنی د امنیتی وضعیت په اړه چې په تېره اوونۍ کې یې یوې ولسوالۍ سقوط هم کړی و او اوس د ټول ولایت د سقوط وړاندوینه کېږی، په دې برخه کې باید جدی پام وکړی.»
ښاغلی ابراهیمی دا اندېښنې وروسته له هغې شریکې کړې چې د جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومی ناسته کې د دې ولایت یو شمېر استازو وویل چې په دې وروستیو کې د غزنی ولایت په حکومتی تأسیساتو د وسله‌والو مخالفینو حملې او په ښار کې هدفی وژنې زیاتې شوی چې خلک‌یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
له ډلې یې محمد علی اخلاقی وویل:
«د غزنی او د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د سقوط خطر یوه جدی مسئله ده، که مرکزی حکومت غزنی ته جدی پاملرنه ونه‌کړی، غزنی د سقوط له حالت سره مخ دی او کوم ترخه څه چې موږ په کندز کې تجربه کړل، که پاملرنه ونه‌شی، نو د کندز پېښه به په غزنی کې هم تکرار شی.»
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږی چې تېره اوونۍ وسله‌والو طالبانو د غزنی ولایت د خواجه عمری ولسوالۍ د دوو ساعتونو لپاره ونیوله چې د افغان امنیتی مسؤلینو په وینا، د ولسوال او امنیت امر په ګډون، په‌کې شااوخوا ۱۲ پولیس ووژل شول.
خو د غزنی د ولایتی شورا یو شمېر غړو ازادی راډیو ته وویل چې په یاده حمله کې ۲۳ تنه افغان سرتېری وژل شوی دی.
د ولسی جرګې دغه استازی وایی چې د غزنی په شپږو ولسوالیو کې اوس‌مهال وسله‌وال طالبان پراخ فعالیتونه لری او دا وضعیت لامل شوی چې ټول ولایت له خطر سره مخ کړی.
په ورته وخت کې دفاع وزارت په غزنی ولایت کې امنیتی ګواښونه منی، خو وایی چې د غزنی په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې اوس‌مهال ۱۹ پوځی عملیات روان دی.
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل:
«د خپلو سرونو د قربانیو په بدل موږ پرېکړه کړې چې د غزنی امنیتی وضعیت څرنګه چې لازمه ده، کنترول کړو.»
ښاغلی رادمنش وایی چې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د غزنی د مرکز په ګډون په اندړ، زنه خان، قره‌باغ او خواجه عمری ولسوالیو کې تصفیوی عملیات شوی چې ښه نتیجه‌یې ورکړې ده.
د یادولو وړ ده چې غزنی د کابل کندهار په لویه لار پروت هغه ولایت دی چې وخت ناوخت ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.