په کابل کې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ښارګوټی پروژه پرانیستل شوه

گزارشگر:دوشنبه 3 ثور 1397 - ۰۲ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3ولسمشر محمد اشرف غنی او د متحده عربی اماراتو چارواکو په کابل کې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ښارګوټی استوګنیزه پروژه پرانیسته.
افغان ولسمشر د کابل په قصبې سیمه کې د اماراتو په مرسته د جوړ شوی شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ښارګوټی د پروژې په پرانیستغوڼده کې وویل، د اماراتو مثبته تجربه همېشه د بدلون لپاره یو ښه مثال دی، ځکه کله چې مدیریت او اراده موجوده وی، نو ډېر بدلونونه رامنځته کېدلای شی.
محمد اشرف غنی د یکشنبې په ورځ په دغه پرانیستغونډه کې وویل چې د افغانستان او متحده عربی اماراتو اړیکې او همکاری د پراختیا په حال کې دی.
ولسمشر غنی زیاته کړه:
«د کورنو جوړول د ملی وحدت حکومت له اساسی هدفونو دی، تېره اوونۍ زموږ ترمنځ ښه بحثونه شوی چې څنګه همکاری پراخه کړو، هیله مند یم چې زموږ همکارۍ به ورځ تربلې ژورې او پراخېږی. «
د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، د شیخ خلیفه د د استوګنیزو کورونو پروژه ۳۳۳۰ اپارتمانونه لری چې په ۱۳۹۲ کال کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په حضور کې او د ابوظبۍ د پراختیایی صندوف د مشر له خوا یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغې پروژې کارونه شااوخوا پنځه کاله وړاندې پیل شول، خو د بېلابېلو لاملونو له وجې یې کارونه شاته ولوېدل.
د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزیر سید منصور سادات نادری په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په پروژه کې د ځنډ لاملونه د جوړوونکې کمپنۍ حقوقی ستونزې، د اساسی اړتیاو په پام کې نه نیول، د پلې لارو نه جوړول، د برښنا سټېشن نه درلودل او نورې ستونزې وې.
سید منصور سادات نادری په جوړو شویو مراسمو کې وویل، اوس د دغې پروژې ټولې ستونزې د افغان حکومت او اماراتو چارواکو له لورې هوارې شوی او اپارتمانونه به مستحقو کورنیو ته ورکړل شی.
نوموړی وویل:
«ټاکل شوې وه چې دا پروژه په ۱۳۹۳ کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وای، خو د بېلابېلو دلایلو له امله، له هغې جملې د کمپنۍ حقوقی ستونزې او یو لړ اساسی اړتیاوې په پام کې نه نیول او یو لړ استانتیاوې له پامه غورځول، د دې باعث شو چې دغه پروژه په خپل وخت بشپړه نه شی.»
ښاغلی نادری زیاتوی، دغه اپارتمانونه به د دولتی کارکوونکو په ګډون، یو شمېر بې وزله کابل ښاریانو او نورو اړمنو خلکو ته ورکړل شی.
د ابوظبۍ د پراختیایی صندوق ر‎ئیس وایی، حکومت یې ژمن دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو پراختیایی برخو کې نورې مرستې هم وکړی.
دغه ښارګوټی داسې مهال پرانیستل کېږی چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې په مرکز او ولایتونو کې، د استوګنې سلګونه ښارګوټی جوړ شوی، خو د ښار او کور جوړونې وزارت وایی، د دې ښارګوټو ۷۰ سلنه معیاری نه ‌دی.
د افغانستان د ښار او کور جوړنې وزیر وایی، دا ښارګوټی په معیاری ډول جوړ شوی او د یو عصری ښارګوټی ټول امکانات په کې په پام کې نیول شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.