سناتوران: په مستعارو نومونو څو څو تذکرې اخیستل کېږی

گزارشگر:سه شنبه 4 ثور 1397 - ۰۳ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړی ادعا کوی چې د تذکرو د وېش په مرکزونو کې هر څوک کولای شی چې په اسانۍ په بېلابېلو نومونو درې څلور تذکرې واخلی.
د دغې جرګې یو شمېر غړی د نفوسو د احوالو د ثبت له ادارې غواړی چې د تذکرو د وېش په مرکزونو کې خلکو ته د څو څو تذکرو د وېش مخه ونیسی.
دوی ادعا کوی چې یو کس په ډېرې اسانۍ سره کولای شی چې په بېلابېلو مرکزونو کې په مستعارو نومونو درې څلور تذکرې واخلی.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبری تازه د دغې جرګې په عمومی غونډه کې ویلی چې یوه ساتونکی یې په بېلابېلو مرکزونو کې درې تذکرې اخیستې دی.
نوموړې زیاته کړه:
«نه بایومټریک شته، نه د ګوتې نېښان اخیستل کېږی، د تذکرو سوابقو ته مراجعه نه‌شته او نه پوښتنه کېږی. تېره ورځ زما یو ګارد تللی و، له درې سایټونو یې درې بېلابېلې تذکرې اخیستې وې، یوازې د پلار نوم ته‌یې بدلون ورکړی او په خپل نوم‌یې درې تذکرې اخیستې دی.»
د دغې جرګې بل غړی فرهاد سخی د تذکرو د وېش په سیستم انتقاد کوی او وایی، نن، سبا هر څوک کولای شی چې ځان ته څو تذکرې واخلی چې دې چارې دوی سخت اندېښمن کړی دی.
یوه ساتونکی مې په بېلابېلو سایټونو کې درې تذکرې اخیستی.
د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وایی چې دوی د انتخاباتو د نوم لیکنې بهیر ته د چمتووالی په هدف، د تېر کال د دلوې د میاشتې په نیمایی کې په ټول افغانستان کې په ۴۰۰ اداری واحدونو کې، د تذکرو د وېش ملی کمپاین پیل کړی چې تر اوسه شااوخوا ۴۰۰ زره کسانو تذکرې اخیستې دی.
د نفوسو د احوالو د ثبت د ادارې ویاند روح‌الله احمدزی ازادی راډیو سره په خبرو کې دا ادعاوې رد کړې چې ګوندې هر څوک کولای شی، په دغو مرکزونو کې څو تذکرې واخلی.
دی وایی:
«په ټوله کې مو جدی تدابیر نیولی، دغه خبره موږ په جدیت سره ردوو، داسې کوم مورد نه‌شته، که چېرې سناتورانو داسې موارد لیدلی وی او اسناد لری، مهربانی دې وکړی، موږ سره دې شریک کړی، په اړه به‌یې جدی اقدام وشی او هغه کارکوونکی چې قصداً یې دا کار کړی وی، د قانون منګولو ته به وسپارل شی.»
ښاغلی احمدزی وایی، نه‌یوازې سناتوران، بلکې هر څوک چې په دې برخه کې اسناد لری، له دوی سره دې شریک کړی.
د نوموړی په خبره، د تذکرو د وېش د پرویسجر له مخې، کله چې یو کس د کلی ملک یا د ګذر وکیل، سرخېل او له یوه دولتی مأموره د هویت تصدیق راوړی، کولای شی یوازې یوه تذکره واخلی.
خو دا چې تر اوسه امنیتی ادارو د سناتورانو د یادو ادعاوو په اړه څه اقدام کړی؟ د کورنیو چارو وزارت وایی چې د تذکرو وېش د نفوسو د احوالو د ثبت په ادارې پورې اړه لری، نه په دوی پورې.
په ورته وخت کې د امنیتی چارو کارپوه باری عارض وایی، د قانون له مخې د کورنیو چارو وزارت مسؤلیت لری چې د جعل او تزویر مخه ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.