الېس ولز له پاکستانی چارواکو سره د جنوبی اسیا په اړه د امریکا پر تګلاره خبرې کړی

- ۰۵ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبی او مرکزی اسیا د چارو د څانګې مشرې الېس ولز د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې له پاکستانی چارواکو سره لیدلی او په یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دی.
په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت په دې اړه په یوه خپور کړی بیان کې ویلی، الېس ولز د دوشنبې په ورځ پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه او نورو لوړپوړو دولتی چارواکو سره لیدلی دی.
بیان په دې اړه کاږی:
«ولز له پاکستانی چارواکو سره په خبرو کې د جنوبی اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د تګلارې او د سیمې د سوکالۍ او امنیت لپاره په روانو هڅو کې په پرمختګ خبرې اترې کړې دی.»
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې هېواد ته د جګپوړې امریکایی چارواکې د سفر په اړه څه نه‌دی ویلی، خو د دې وزارت ویاند محمد فیصل پر خپلې ټویټرپاڼې د د الېس ولز او تهمینه جنجوعه یو ګډ تصویر خپور او د دواړو چارواکو د لیدنې خبر یې ورکړی دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال په لومړۍ ورځ په یوه ټویټ کې پر پاکستان تور ولګاوه چې په تېرو ۱۵ کلونو کې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم له امریکا نه ۳۳ میلیارده ډالر اخیستی، خو په بدل کې یې ورته دروغ ویلی دی.
تر دې وروسته امریکا د پاکستان پوځی مرستې هم وځنډولې او پر خپله خاوره‌یې ترې د ترهګرو پر ضد د کوټلو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.
الېس ولز تر دې مخکې تېره میاشت مارچ کې هم د پاکستان یوه اوږده دوره کړې وه او د دې هېواد له جګپوړو مشرانو سره‌یې لیدنې کتنې کړې وې.
ولز په داسې حال کې د یوې میاشتې نه په لږه موده کې د پاکستان دوهم سفر کوی چې پاکستان د افغانستان په اړوند د امریکا له سخت فشار سره مخ دی او د دواړو هېوادونو اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې کړکچېنې شوې دی.
د دې ترڅنګ دغې جګپوړې امریکایی چارواکې په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې اسلام‌اباد او واشنګټن په دې وروستیو کې په پاکستان او امریکا کې د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماتانو یو لړ بندیزونه لګولی دی.
دواړه لورو پر ډیپلوماتانو دا بندیزونه تر هغې وروسته ولګول چې په پاکستان کې د امریکا د سفارت یوه ډیپلومات په اسلام‌اباد کې یو پاکستانی موټرسایکل چلوونکی په موټر وواهه چې مړ شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.