هیله مند یوو چې د جاکارتا په ناسته کې به عالمان د افغانستان جنګ حرام وبلی

گزارشگر:یک شنبه 16 ثور 1397 - ۱۵ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دینی عالمانو د ناستې د جوړېدو په درشل کې، د افغانستان مشرانو جرګه هیله ښیی چې دغه ناسته به ښه نتایج ولری.
د دغې جرګې اداری پلاوی په جاکارتا کې د درېیو هېوادونو د دینې عالمانو ناسته مهمه ګڼی او هیله ښیی چې دغه ناسته به په افغانستان کې د روانې جګړې پرضد فتوی صادره کړی.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د اندونیزیا، پاکستان او افغانستان د دینې عالمانو په ناسته کې به د افغانستان د روانې جګړې حرام ګڼل، د سولې پروسه پیاوړې کړی.
ښاغلی صدیقی وایی، افغان دینی عالمان چې د جاکارتا په ناسته کې برخه اخلی، باید هڅه وکړی چې په هېواد کې د جګړې پرضد فتوی صادره کړی.
نوموړی وویل:
«هیله مند یوو چې د افغانستان دینی عالمان له دغه فرصته ښه استفاده وکړی او نورو عالمانو ته ووایی چې په افغانستان کې جنګ د اسلام لپاره نه، بلکې اسلام وژنه او افغان وژنه ده، راځئ چې په صداقت سره همکاری وکړو چې عالمان د نظام د مخالفینو پرضد فتوی صادره کړی، که دغه کار وشی، زه فکر کوم، دا به یوه لاسته راوړنه او بریالیتوب وی.»
په پام کې ده چې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دینې عالمانو ناسته، د جمعې په ورځ د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې جوړه شی.
د اندونیز ولسمشر کابل ته د خپل سفر پرمهال دغه ناسته د روان میلادی کال د جنورۍ په میاشت کې مطرح کړې وه.

ویل شوی چې په دغه ناسته کې به له افغانستانه ۲۰، له پاکستانه هم په همدې شمېر او د اندونیزیا یوشمېر دینی عالمان ګډون وکړی.
د افغانستان د سولې د عالی شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک چې جاکارتا ته تللی‎، په خپله تویټرپاڼه یې لیکلی چې په دغه ناسته کې به معتبر دینې عالمان د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو بحثونه وکړی.
د افغانستان د سیاسی چارو ځینی پوهان سره له دې چې وایی، ممکن دغه ناسته پاکستان د افغانستان همکارۍ ته ونه شی هڅولی، خو تر څنګ یې په دې باور دی چې د جاکارتا ناسته به د عامو خلکو پر ذهنونو بې اغېزې نه وی.
د دغو کارپوهانو له ډلې داود مایار وایی:
«ګټه یې داده چې د عامو خلکو پر ذهنونو به مثبت اثر وکړی، ځکه د مخالفینو له خوا جنګ او جګړې ته د خلکو هڅول، د اسلام په نامه کېږی، دغه ناسته مثبت تاثیر لری او نوی کهول به متوجه شی چې دین د سولې غوښتنې امر دی، له دې پلوه افغانستان ته ګټوره ده.»
بل خوا د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د نړۍ د دینی عالمانو د یو بل کنفرانس د جوړولو هڅې شوې، خو جزیات نه دی ورکړل شوی چې دغه کنفرانس به کله او په کوم هېواد کې جوړ شی.
حکومت هڅه کوی چې، د اسلامی هېوادونو د دینی عالمانو د کنفرانسونو په جوړولو سره، په هېواد کې روان جنګ ختم، امن ټینګ او سوله راولی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.